بلجیم (شال نیوز) : فرانسوی اداکار او د تیاتر ډایرکټر ارنو دني، چې له نږدې درېیو کلونو راهیسې له سختو دردونو سره مخ و، د سهشنبې، سپتمبر ۲۲مې، د بلجیم په نامور ښار کې په طبي مرسته په خپله خوښه مړ شوی دی. هغه ۴۳ کلن و.

 

د هغه وکیل فیلیپ کورتوا فرانس پرېس ته ویلي، دُني دا پرېکړه په نامور کې له درېیو ډاکټرانو سره تر سلا وروسته کړې وه. د وکیل په وینا، د هغه روغتیا ډېره خرابه شوې وه، د خپل بدن واک یې له لاسه ورکړی و او له څو میاشتو راهیسې یې سخت دردونه لرل.

 

دُني د ۲۰۲۳ کال د جولای پر ۱۷مه د ښي ورون د فتق عملیات کړی و. په عملیاتو کې ورته د پولی‌پروپیلین یوه مصنوعي جالۍ لګول شوې وه. هغه ویلي وو چې شاوخوا لس ورځې وروسته یې سخت دردونه او نورې روغتیايي ستونزې پېل شوې.

 

د فرانسې لوموند ورځپاڼې د راپور له مخې، هغه په دریو میاشتو کې ۱۷ کیلوګرامه وزن بایللی و. د سختو دردونو ترڅنګ یې زړه بدوالی، رېږدېدل او د هاضمې، عضلاتو او اعصابو ستونزې هم لرلې.

 

دُني د خپلې ناروغۍ لامل هغه مصنوعي جالۍ بلله چې د فتق د عملیاتو پر مهال ورته لګول شوې وه. وروسته یوه ډاکټر هم دا احتمال څرګند کړی و چې ښايي د هغه بدن دغه جالۍ نه مني.

 

هغه د ۲۰۲۴ کال په اپرېل کې امریکا ته ولاړ او هلته د عملیاتو له لارې ترې جالۍ وایستل شوه، خو روغتیا یې ښه نه شوه. ناروغي یې نوره هم زیاته شوه او بالاخره یې د اداکارۍ کار پرېښود.

 

وروسته ډاکټرانو ورته د مایالجیک انسفالومیلیت په نوم ناروغي هم تشخیص کړه. دې ناروغۍ د هغه ورځنی ژوند سخت اغېزمن کړی و او د راپورونو له مخې، په وروستیو کې یې د خپلو ورځنیو کارونو توان هم تر ډېره له لاسه ورکړی و.

 

دني د فتق د مصنوعي جالیو له امله د ستونزو په اړه یوه ډله هم جوړه کړې وه. د دې ډلې له لارې سلګونو نورو کسانو هم ویلي وو چې له ورته جالیو وروسته یې روغتیايي ستونزې پیدا شوې دي.

 

خو د دني د ټولو روغتیايي ستونزو او مصنوعي جالۍ ترمنځ مستقیم تړاو په قطعي ډول نه و ثابت شوی. د پیرس څارنوالۍ د اګست پر ۳۱مه د هغه یو شکایت بند کړی و. څارنوالۍ ویلي وو، که څه هم د عملیاتو او د هغه د ناروغۍ د پیل وخت د دواړو ترمنځ د ممکنه تړاو پوښتنه راپورته کوي، خو د جزايي مقدمې لپاره یې کره علمي ثبوت نه دی موندل شوی.

 

د هغه وکیل بیا د سپټمبر پر ۱۸مه یو نوی شکایت ثبت کړی و او غوښتنه یې کړې وه چې په دې اړه دې قضايي پلټنې وشي. دني د خپل مرګ په ورځ پر فېسبوک یو وروستی پیغام هم خپور کړی و. هغه ویلي وو چې له درېیو کلونو سختو دردونو وروسته یې په بلجیم کې په طبي مرسته د خپل ژوند د پای ته رسولو پرېکړه کړې ده.

 

ارنو دني د فرانسې د تیاتر پېژندل شوی اداکار او ډایرکټر و. هغه په ۱۹۸۳ کال په پیرس کې زېږېدلی و، په شل کلنۍ کې یې خپله تیاتري ډله جوړه کړې وه او شاوخوا پنځلس کاله یې چلولې وه. هغه د کلاسیک تیاتر ګڼې ډرامې ډایرکټ کړې وې او د فرانسې د تیاتر د مولیر جایزو لپاره هم نومول شوی و.