کوهاټ (شال نیوز) : په کوهاټ کې د کینټ او کچهرۍ پر سیمو د ناپېژانده ډرونونو تر الوتنو وروسته ضلعي عدالتونه د سپتمبر پر ۲۳مه د یوې ورځې لپاره تړل شوي دي. پولیس وايي، د کچهرو له سیمې خلک ایستل شوي او پولیسو او امنیتي ځواکونو په سیمه کې د لټون عملیات پېل کړي دي.
د کوهاټ ډسټرکټ بار اېسوسي اېشن مشر امان خان بنګش ویلي، ضلعي عدالتونه د امنیتي اندېښنو له امله تړل شوي دي. نوموړي وروسته ویلي چې دوه ډرونونه ویشتل شوي دي. هغه ویلي چې دا ډرونونه د وسله والو وو، خو پولیسو او امنیتي ځواکونو تر اوسه په رسمي ډول نه دي ویلي چې ډرونونه د چا وو، له کومه ځایه راغلي وو او چا وویشتل.
د ناپېژانده ډرونونو د الوتنو له امله په سیمه کې اندېښنه پیدا شوې او کچهرو ته د خلکو تګ راتګ درول شوی دی. پولیس وايي، په سیمه کي د لټون عملیات روان دي. تر اوسه د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.


شال نیوز