په کوهاټ کې ،د سپتمبر د ۱۸مې، د جمعې برید، چې شاوخوا دوه درجن بې ګناه کسان پکي ووژل شول، باید د خیبر پښتونخوا په ځینو برخو کي د ریاست د واک د کمزوري کېدو د یوې نښې په توګه وکتل شي.
تر دې پېښې لا د اندېښنې وړ هغه پراخ وضعیت دی چې دا برید یې یوه برخه ده. تاوتریخوالی، پر امنیتي اهلکارو بریدونه، د سیمې د خلکو ګواښل او په حساسو سیمو کي د وسله والو ډلو د فعالیت توان د امنیتي وضعیت په تکرارېدونکو ځانګړنو بدل شوي دي.
پوښتنه اوس دا نه ده چې بله پېښه به وشي او که نه. اساسي پوښتنه دا ده چې ریاست ولې د پراخو امنیتي، استخباراتي او انتظامي امکاناتو له لرلو سره سره د داسې پېښو په مخنیوي کي له ستونزو سره مخ دی؟
له بده مرغه، د کوهاټ پېښه ښايي وروستۍ نه وي. تر هغو چې د حکومتولۍ، استخباراتي همغږۍ، سیاسي اړیکو او د خلکو د باور اساسي کمزورۍ حل نه شي، وسله وال به د ریاست په واک کي له موجودو تشو ګټه اخلي.
اړتیا یوازې دې ته نه ده چې تر هر برید وروسته یو بل عملیات وشي، بلکې پاکستان باید په دې له سره غور وکړي چې له وسله والو سره خپله مبارزه څنګه پر مخ وړي. د وسله والو پر ضد د یوې بریالۍ مبارزې لومړی اصل دا دی چې خلک باید له ریاست سره ولاړ وي. استخبارات، که هر څومره پرمختللي وي، په پای کي د خلکو پر معلوماتو تکیه کوي.
یوه وسله واله شبکه د سیمه ییزو اړیکو، مرسته کوونکو، مالي ملاتړ، خوندي پټنځایونو، ترانسپورټ او د اړیکو له وسیلو پرته تر ډېره دوام نه شي کولای. له همدې امله د خلکو باور ترلاسه کول د وسله والو پر ضد د مبارزې یوه اضافي برخه نه، بلکې بنسټیز شرط دی.
همدا هغه برخه ده چې ریاست د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ځینو سیمو کي له جدي ستونزو سره مخ ښکاري. په جګړه ځپلو ضلعو کي خلک ډېر ځله داسې احساس کوي چې ریاست یوازې د امنیتي عملیاتو یا بېړني حالت پر مهال ورښکاره کېږي. خلک تر دې ډېر څه غواړي: فعاله اداره، عدالت، تعلیم، روغتیايي اسانتیاوې، روزګار او د باور وړ سیاسي استازیتوب.
حکومت باید په دې پوه شي چې کله حکومتولي کمزورې وي، وسله وال د خلکو له ناخوښیو ګټه اخیستلای شي او هڅه کوي ځان د یوه بدیل واک په توګه وړاندې کړي، که څه هم دا واک په زور ولاړ او ناقانونه وي.
په دې کي شک نشته چې هند د تحریک طالبان پاکستان، بلوچستان لبریشن ارمي او نورو هغو وسله والو ډلو مالي ملاتړ کوي چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کي فعالیت لري. پاکستان باید د باور وړ شواهدو پر بنسټ خپلې هڅې د ډیپلوماسۍ، استخباراتي اړیکو او نړیوالو لارو لا زیاتې کړي.
خو بهرنی ملاتړ د پاکستان دننه د هرې ناکامۍ وضاحت نه شي کولای. که بهرني استخباراتي ادارې د پاکستان له داخلي کمزوریو ګټه هم اخلي، د حل پیل باید له کوره وشي.
که وسله والې ډلې د پاکستان دننه کسان جذبولای، ځان منظمولای، پیسې برابرولای، اړیکې ساتلای او فعالیت کولای شي، ریاست باید له ځانه وپوښتي چې دغو شبکو ته د فعالیت ځای څنګه پیدا کېږي؟
د دوی مرسته کوونکي ولې نه پېژندل کېږي؟ استخباراتي تشې ولې دوام لري؟ د وسله والو مالي شبکې ولې په منظم ډول نه له منځه وړل کېږي؟ ځینې ټولنې ولې لا هم د ګواښونو پر وړاندې زیان منونکې دي؟ او ریاست ولې بیا بیا اړ کېږي چې تر برید وروسته غبرګون وښيي، پر ځای د دې چې برید تر ترسره کېدو مخکې ودروي؟
د وسله والو پر ضد د باور وړ تګلاره باید د پېښو مخه ونیسي، نه دا چې یوازې تر پېښې وروسته غبرګون وښيي.
سیاسي تشه
یوه جدي سیاسي تشه هم موجوده ده. په هغو سیمو کي چې له وسله والو فعالیتونو اغېزمنې دي، منتخب استازي ځانګړی مسوولیت لري. هغوی باید له خپلو خلکو سره موجود وي، د هغوی ستونزې واوري او خلکو ته وښيي چې سیاسي نظام هغوی یوازې نه دي پرېښي.
خو په ډېرو جګړه ځپلو سیمو کي خلک خپل استازي د داسې لېرې څېرو په توګه ویني چې کله ناکله د سیاسي اړتیا لپاره راڅرګندېږي، خو کله چې خلک له وېرې او ناامنۍ سره مخ وي، ورسره نه وي.
د دې واټن بیه درنه ده.
وسله وال فعالیتونه په داسې چاپېریال کي وده کوي چې خلک ځان له سیاسي بهیر څخه لېرې او د ادارو له خوا یوازې پرېښودل شوی احساس کړي. هغه وګړی چې پر پولیسو، انتظامیې یا سیاسي مشرانو باور نه لري، له ریاست سره همکاري لږ کوي. هغه ټولنه چې فکر کوي ستونزې یې نه اورېدل کېږي، د وسله والو تبلیغاتو پر وړاندې زیان منونکې کېږي.
کله چې سیاسي ادارې خلکو ته د خپلو ستونزو د سوله ییز بیان لارې برابرې نه کړي، افراطي ډلې له رامنځته شوې ناخوښۍ ګټه اخیستلای شي. له همدې امله ریاست باید یوازې د وسله والو پر ضد فزیکي جګړه ونه ګټي، بلکې د خلکو د باور لپاره سیاسي او فکري مبارزه هم وکړي.
د فکر او بیان جګړه
یوه بله له پامه غورځول شوې برخه د فکر او بیان جګړه ده. پاکستان لا تر اوسه د وسله والو د نظریاتو پر وړاندې داسې منظم، دوامدار او د سیمې خلکو ته د باور وړ بیان نه دی رامنځته کړی چې اغېز ولري.
تر برید وروسته یوازې د حکومت اعلامیې بسنه نه کوي.
د وسله والو پر ضد پیغام باید کلیو، جوماتونو، ښوونځیو، پوهنتونونو، ټولنیزو رسنیو او سیمه ییزو ټولنو ته ورسېږي. خلکو ته باید څرګنده شي چې وسله والې ډلې په اصل کي څه غواړي، څنګه له مذهب او د خلکو له ستونزو ګټه اخلي او وسله وال فعالیتونه خلکو او اقتصاد ته څه زیان رسوي.
تر ټولو مهمه دا ده چې دا خبرې باید د سیمې د هغو خلکو له خولې وشي چې خلک پرې باور لري.
دیني عالمان، قومي مشران، استادان، خبریالان، مدني ټولنې او منتخب استازي له خلکو سره تر لېرې حکومتي ادارو ډېر اغېزمنې اړیکې ټینګولای شي.
هره ستونزه وسله وال فعالیت نه دی
ریاست باید د خلکو د قانوني غوښتنو او وسله وال فعالیت ترمنځ توپیر هم وکړي. هره سیاسي، قومي یا اقتصادي ستونزه وسله وال فعالیت نه دی. د قانوني سیاسي اظهار محدودول د افراطي ډلو تبلیغات لا پیاوړي کولای شي.
د ریاست موخه باید دا وي چې خلکو ته د خپلو ستونزو د بیان لپاره سوله ییزې سیاسي لارې برابرې کړي او په عین وخت کي له هغو کسانو سره جدي چلند وکړي چې تاوتریخوالي ته مخه کوي. بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ځانګړي ډول داسې تګلارې ته اړتیا لري.
پرمختګ هم باید یوازې د سړکونو، بندونو او ودانیو د پروژو په توګه ونه کتل شي. دا هر څه مهم دي، خو پرمختګ سیاسي ګډون، عدالت، روزګار او برابر تابعیت هم دی. خلک باید باور ولري چې په پاکستاني ریاست کي ونډه لري او ریاست هم د هغوی د ژوند او هوساینې پر وړاندې مسوولیت لري.
امنیتي ځواکونه هم د خلکو ملاتړ ته اړتیا لري.
هغه پوځیان او پولیس چې په سختو سیمو کي کار کوي، د باور وړ سیمه ییزو معلوماتو او د خلکو له همکارۍ پرته د اوږدې مودې لپاره بریالي کېدای نه شي. له همدې امله د خلکو او امنیتي ادارو ترمنځ همکاري ضروري ده.
افغانستان او د پولې مسئله
پاکستان باید د افغانستان پر پوله خپل انتظام هم پیاوړی کړي او له افغانستان سره ډیپلوماټیکې اړیکې زیاتې کړي. که وسله والې ډلې د پولې هغې غاړې پټنځایونه لري، اسلاماباد باید له ټولو شته ډیپلوماټیکو او نړیوالو لارو پر کابل فشار راوړي چې خپل مسوولیتونه ترسره کړي.
خو د پولې امنیت د هېواد دننه د ښې حکومتولۍ بدیل نه شي کېدای.
د ریاست واک په څه معنا دی؟
اصلي مسئله د ریاست د واک بېرته ټینګول دي، خو دا واک باید یوازې په زور نه، بلکې د خلکو پر باور هم ولاړ وي. د ریاست واک هغه مهال څرګندېږي چې خلک په خوندي ډول سفر کولای شي، خپل ماشومان ښوونځي ته لېږلای شي، عدالت ترلاسه کولای شي، کاروبار کولای شي او په ازاد ډول په سیاسي ژوند کي برخه اخیستلای شي.
ریاست هغه وخت خپل واک ثابتوي چې وسله وال خلک نه شي ګواښلای، له کاروباریانو پیسې نه شي اخیستلای او خپل موازي واک نه شي جوړولای. له همدې امله د کوهاټ برید باید یوازې د وسله والو بریدونو په اوږده لړۍ کي د یوې بلې پېښې په توګه ونه کتل شي.
دا باید یو خبرداری وګڼل شي چې د پاکستان د وسله والو پر ضد تګلاره یوه پراخ سیاسي او د حکومتولۍ پلان ته اړتیا لري. پوځي عملیات وسله وال له منځه وړلای شي. استخباراتي عملیات شبکې ماتولای شي. د پولې کنټرول د خلکو تګ راتګ محدودولای شي. خو یوازې اغېزمنه حکومتولي او د خلکو باور هغه چاپېریال له منځه وړلای شي چې وسله وال فعالیتونه پکي بیا وده کوي.
پاکستان داسې ادارې لري چې له وسله والو سره د مقابلې توان لري. اړتیا د ادارو ترمنځ همغږۍ، سیاسي ارادې او داسې تګلارې ته ده چې خلک یې په مرکز کي وي. د خیبر پښتونخوا او بلوچستان له خلکو باید دا تمه ونه شي چې تل د وېرې تر سیوري لاندې ژوند وکړي.
هغوی یوازې د حساسو امنیتي سیمو اوسېدونکي نه دي؛ هغوی د پاکستان برابر وګړي دي. د هغوی امنیت، سیاسي ګډون او پر ریاست باور د هېواد د یووالي لپاره ضروري دی. له وسله والو سره د مبارزې اصلي ازموینه دا نه ده چې تر یوه برید وروسته څومره وسله وال وژل کېږي.
اصلي ازموینه دا ده چې ریاست داسې شرایط رامنځته کولای شي او که نه چې وسله والو ته د فعالیت ځای، د خلکو ملاتړ او د منلو زمینه پاتې نه شي.
همدا د ریاست د واک د بېرته ټینګولو اصلي مبارزه ده.
⸻
د لیکوال په اړه
آصف دراني د پاکستان پخوانی سفیر او ډیپلوماټ دی. نوموړي په ایران او متحده عربي اماراتو کي د پاکستان د سفیر په توګه دنده کړې او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی هم پاتې شوی دی. هغه دا مهال د اسلاماباد پالیسي ریسرچ انسټیټیوټ سینیئر ریسرچ فیلو دی. آصف دراني به د سیمې، افغانستان، پاکستان، امنیت او بهرني سیاست په اړه د شال نیوز لپاره اوونیز کالم لیکي.
په دې لیکنه کي څرګند شوي نظرونه د لیکوال خپل دي.


شال نیوز