جاپان (شال نیوز) : د پاکستان ښځینه کرکټ لوبډلې په جاپان کې د اسیايي لوبو د ښځینه کرکټ د برونزو مډال په سیالۍ کې بنګله دېش ته په ۳۱ منډو ماتې ورکړې او د برونزو مډال یې وګاټه.

 

پاکستان لومړی بېټنګ وکړ او په ۲۰ اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۵ منډې جوړې کړې. کپتانې فاطمه ثنا په ۳۰ توپونو ۴۵ منډې وکړې، چې درې څلوریزې او درې شپږیزې پکي شاملې وې. ګل فیروزه ۳۱ او عالیه ریاض ۲۵ منډې وکړې.

 

بنګله دېش د ۱۴۶ منډو د هدف په تعقیب کي په ۲۰ اورونو کي د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۴ منډې وکړې. د پاکستان ام‌هاني په ۱۰ منډو درې لوبغاړې وسوځولې، چې د هغې د شل اوریزو نړیوالو سیالیو تر ټولو ښه بالینګ دی.

 

دا د اسیايي لوبو د ښځینه کرکټ په تاریخ کي د پاکستان درېیم مډال دی. پاکستان په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ کال کي د سرو زرو مډالونه ګټلي وو، خو د ۲۰۲۲ کال په لوبو کي یې د برونزو مډال سیالي بنګله دېش ته بایللې وه.

 

د ۱۲ کلونو له ځنډ وروسته دا لومړی ځل دی چې د پاکستان ښځینه کرکټ لوبډله د اسیايي لوبو د مډالونو پر سټېج ولاړه شوه.