کابل (شال نیوز) : ترکمنستان وايي، د ټاپي نللیکې د سرحداباد ـ هرات برخې کار به د ۲۰۲۶م کال تر پایه بشپړ شي او افغانستان ته به د دې نللیکې له لارې په ۲۰۲۷م کال کې د ګازو لېږد پېل شي.
په اسلام اباد کې د ترکمنستان سفیر ،د سپتمبر په ۲۲مه، ویلي، د سرحداباد او هرات ترمنځ د نللیکې له بشپړېدو سره به افغانستان د ترکمنستان د طبیعي ګازو ترلاسه کول پېل کړي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په هرات کې د ټاپي د ۱۵۳ کیلومتره لارې له ډلې تر اوسه ۱۵۰.۳ کیلومتره د نل غځولو لپاره چمتو شوې ده.
د وزارت په وینا، په ۱۲۲.۳ کیلومتره کې نلونه ویلډ او غځول شوي او له دې ډلې ۷۱.۵ کیلومتره تر ځمکې لاندې خښ شوي دي. چارواکي وايي، د هرات د برخې نږدې ۸۰ سلنه کار بشپړ شوی دی.
وزارت وايي، د نللیکې پر اوږدو ۱۳۴.۲ کیلومتره سړک هم جوړ شوی چې د کار او څارنې لپاره ترې استفاده کېږي. په ۳۳ کیلومتره نل کې د اوبو په وسیله د فشار ازموینه هم شوې ده.
په هرات کې د ټاپي د ګازو د وېش لپاره د یوې جلا شبکې د جوړولو پلان هم شته. چارواکي وايي، له دې شبکې به د هرات ښار، صنعتي سیمې او نورو مصرفوونکو ته ګاز ورکول کېږي.
د دې لپاره د ۲۲ کیلومتره فرعي نل جوړول په پام کې نیول شوي چې د چارواکو په وینا، په کال کې به تر ۳.۲ میلیارد متر مکعبه ګاز د لېږد وړتیا ولري.
افغان ګاز او د ترکمنستان دولتي ترکمن ګاز شرکت د اګست په میاشت کې د ګازو د پېرلو په اړه یوه تفاهم نامه هم لاسلیک کړې ده. د افغانستان د چارواکو په وینا، د ګازو بیه، د افغانستان اړتیا او د وېش نور جزییات به د دواړو خواوو په خبرو کې ټاکل کېږي.
ټاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو پروژه ده. شاوخوا ۱،۸۰۰ کیلومتره اوږده نللیکه به د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي.
ټاکل شوې چې دا نللیکه په کال کې شاوخوا ۳۳ میلیارد متر مکعبه ګاز ولېږدوي. افغانستان به له دې پروژې ګاز ترلاسه کوي او د خپلې خاورې له لارې د نللیکې د تېرېدو په بدل کې به د ټرانزیټ پیسې هم اخلي.
د افغانستان چارواکو مخکې ویلي چې هېواد به په لومړي پړاو کې په کال کې شاوخوا ۵۰۰ میلیونه متر مکعبه ګاز ترلاسه کوي.
که د سرحداباد ـ هرات برخه د پلان له مخې د ۲۰۲۶م کال تر پایه بشپړه شي، افغانستان به په ۲۰۲۷م کال کې د لومړي ځل لپاره د ټاپي له نللیکې د ترکمنستان ګاز ترلاسه کړي.


شال نیوز