لوګر : د لوګر د کور او ښار جوړولو ریاست وايي، چې د پل علم اړوند اشنفور سیمه کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د دویم نوي استوګنیز ښارګوټي د ځمکو د وېش او نقشې د نښه کولو کار روان دی.
د دغه ریاست ،د سپتمبر د ۲۲مې، د معلوماتو له مخې، ښارګوټی پر ۲۱۴۳ جریبه دولتي ځمکه جوړېږي او ۳۳۸۵ استوګنیزې نومرې به ولري. چارواکي وايي، په پلان کې د لویو او فرعي سړکونو ترڅنګ شنې ساحې، جوماتونه، ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او نور عامه ځایونه هم شامل دي.
د لوګر د کور او ښار جوړولو ریاست وايي، د ځمکو د نښه کولو د کار تر بشپړېدو وروسته به د طالبانو د مشر د حکم له مخې هرې راستنې شوې کډوالې کورنۍ ته پنځه بسوې استوګنیزه نومره ورکړل شي.
ریاست له راستنېدونکو کډوالو غوښتي چې د رسمي خبرتیا تر خپرېدو مخکې دې د نومرو لپاره دغه ادارې ته مراجعه نه کوي.


شال نیوز