رزمک (شال نیوز) : د شمالي وزیرستان د رزمک په شاخیمار سیمه کې د شاخیمار او خوشحالي قامونو ترمنځ په ډزو کې دوه کسان وژل شوي، یو سخت ژوبل دی او د دواړو خواوو ۱۱ کسان لادرکه دي. سرچینې وايي، ډزې د سپتمبر پر ۲۱مه مازیګر شاوخوا پنځه نیمې بجې پېل شوې.
په وژل شویو کسانو کې یو د خوشحالي قام ،تاج محمد، دی چې د میرعلي تحصیل د خوشحالي سیمې اوسېدونکی و. د شاخیمار قام یو کس هم وژل شوی او یو بل سخت ژوبل شوی دی.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، د شاخیمار قام پنځه او د خوشحالي قوم شپږ کسان لادرکه دي. تر اوسه د هغوي د حالت په اړه نور معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د نښتې د بندولو لپاره د مولانا رومان په مشرۍ د دیني عالمانو، قامي مشرانو او ملکانو جرګه جوړه شوې ده. سرچینې وايي، جرګه په شاخیمار کې له قامي مشرانو سره خبرې کوي او هڅه روانه ده چې دواړه خواوې ډزې بندې او اوربند وکړي.
تر اوسه د شخړې د پېل اصلي لامل په کره توګه نه دی څرګند شوی.


صفدر داوړ