پېښور : د خیبر میډیکل پوهنتون د ۲۰۲۶م کال د طب او غاښونو د زده کړو د داخلې ازموینې پایلې اعلان کړې دي. د ازموینې لپاره ۳۸ زره او ۸۴۵ کسان ثبت شوي وو، چې ۱،۰۹۸ یې غیرحاضر وو.

 

د پایلو له مخې، د اېم بي بي اېس لپاره د بریالیتوب کچه ۶۹.۱۷ سلنه او د غاښونو د زده کړو لپاره ۷۵.۳۳ سلنه وه. د اېم بي بي اېس د بریالیتوب لپاره لږ تر لږه ۵۵ سلنه او د غاښونو لپاره ۵۰ سلنه نمرې ټاکل شوې وې.

 

په دولتي طبي کالجونو کې د ضم شوو ضلعو د زده کوونکو لپاره هم ځانګړې څوکۍ ساتل شوې دي. د باجوړ، شمالي وزیرستان، سویلي وزیرستان او خیبر لپاره هرې ضلعې ته ۴۲ څوکۍ ځانګړې شوې دي.

 

د پخوانیو سرحدي سیمو لپاره هم ۴۲ څوکۍ ساتل شوې دي. اورکزو، مومند او کرمې ته بیا هرې ضلعې ته ۴۳ څوکۍ ورکړل شوې دي.

 

د ضم شوو ضلعو زده کوونکي د خیبر پښتونخوا تر څنګ د پاکستان په نورو برخو کې هم ځانګړې طبي څوکۍ لري. په پنجاب کې د دوی لپاره ۲۶، په سند کي پنځه، په بلوچستان کي اووه او په آزاد کشمیر کي شپږ څوکۍ ځانګړې شوې دي.

 

دا ځانګړې څوکۍ د هغو زده کوونکو لپاره دي چې د ضم شوو ضلعو د داخلې اړوند شرایط پوره کوي. د داخلې وروستی انتخاب به د نمرو، میرټ او د اړوندو ادارو د مقرراتو له مخې کېږي.