پېښور (شال نیوز) : د پاکستان د پوځ مشر او د دفاعي ځواکونو مشر فیلډ مارشل عاصم منیر د ،سپتمبر ۲۲مې پر ورځ په پېښور کې د کور هیډکوارټرز لیدنه کړې او هلته ورته د خیبر پښتونخوا د امنیتي وضعیت او روانو عملیاتو په اړه معلومات ورکړل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې، ایي اېس پي ار، ویلي چې عاصم منیر ته په غونډه کې د روانو عملیاتو، سرحدي انتظاماتو او په صوبه کې د مېشتو پوځي واحدونو د تیارۍ په اړه معلومات ورکړل شول.
د ایي اېس پي ار په وینا، عاصم منیر پوځي افسرانو او سرتېرو ته ویلي چې د امنیتي حالاتو په وړاندې دې چمتو اوسي او د عملیاتو لپاره دې د تیارۍ لوړه کچه وساتي. هغه د پوځیانو د تیارۍ او مسلکي وړتیا ستاینه هم کړې ده.
ایي اېس پي ار د عاصم منیر له قوله ویلي چې د پاکستان وسله وال ځواکونه د ولس په ملاتړ د وسله والو پر ضد مبارزې او په هېواد کې د تلپاتې امن او ثبات د ټینګولو لپاره ژمن دي.
عاصم منیر په پېښور کور هیډکوارټرز کې د وژل شوو پوځیانو یادګار ته هم ورغلی، د ګلونو ګېډۍ یې ایښې او فاتحه یې کړې ده. د ايي اېس پي ار په وینا، هغه ویلي چې د وژل شوو امنیتي اهلکارو قربانۍ به هېرې نه شي.
د عاصم منیر دا سفر په داسې وخت کې شوی چې په وروستیو ورځو کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کي امنیتي پېښې شوې دي. د سپتمبر پر ۱۸مه د کوهاټ پر پخواني پولیس لاینز لوي برید شوی و چې د پولیسو په ګډون پکې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.


شال نیوز