د سوات په کلتور کې ځینې خواړه یوازې د خوراک تر کچې محدود نه دي، بلکې له ځان سره د دودونو او ټولنیزو اړیکو کیسې هم لري. امرسې هم د همدې دودیزو خوړو له ډلې دي چې د ودونو او نورو خوښیو په مراسمو کې تیارېږي او خپلوانو او دوستانو ته د ډالۍ په توګه هم ورکول کېږي. د امرسو دود له پخوا راهیسې د سوات د خلکو د مېلمه پالنې او کلتوري ژوند یوه برخه پاتې شوې ده.


عصمت علي اخون