نوښار (شال نیوز) : د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر ،عطاءالله تارړ، وايي، چې حکومت به ترهګري په هر قیمت ماتوي او د پاکستان پر ضد د دسیسو په ځواب کې به هېڅ ډول کمزوري نه ښيي.

 

نوموړي دا خبرې د سپتمبر په ۲۱ مه د خیبر پښتونخوا د نوښار د اکوړه خټک په دارالعلوم حقانیه کې د «پیغام امن کمېټې» تر لومړۍ رسمي غونډې وروسته له خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.

 

تارړ پر خیبر پښتونخوا واکمن تحریک انصاف باندې نیوکه وکړه او ویې ویل چې له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې په دې صوبه کې د یوې ډلې حکومت دی، خو خلک لا هم د روغتیا، تعلیم، امن او نورو بنسټیزو اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي.

 

نوموړي وویل چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې خیبر پښتونخوا حکومت د ملي مالیاتي کمېسیون له لارې ترلاسه شوې پیسې چېرې لګولې باید د هغې حساب ورکړي.

 

عطاءالله تارړ د کوهاټ وروستي برید ته په اشارې وویل چې د اعلا وزیر د لنډ وخت لپاره سیمې ته تګ د ترهګرۍ پر وړاندې د صوبايي حکومت د جديت په اړه پوښتنې راپورته کوي.

 

هغه پر اعلاوزیر سهیل افریدي غږ وکړ چې، د ده په وینا، له ټک ټاکه ووځي او د عامو خلکو د ستونزو د حل لپاره کار وکړي.

 

د پاکستان وفاقي وزیر همداراز ادعا وکړه چې د تحریک انصاف د صوبايي حکومت د لویې کچې د اداري فساد دوسیې د حکومت د کارکردګۍ بل اړخ څرګندوي.

 

عطاءالله تارړ وویل د خیبر پښتونخوا خلکو ته باید د اوږدې مودې حکومتولۍ سربېره د بنسټیزو زېربناوو، روغتیا او نورو عامه خدمتونو په برخه کې ځواب ورکړل شي.

 

هغه د نواز شریف د حکومت پر مهال په خیبر پښتونخوا کې د موټروې او کوهاټ ټنل جوړېدل د صوبې د پرمختګ مهمې پروژې وبللې او ویې ویل چې د امن، پرمختګ او سوکالۍ لپاره وفاقي او صوبايي حکومتونه باید ګډ کار وکړي.

 

نوموړي د پاکستان د امنیتي ځواکونو او پولیسو قربانۍ هم وستایلې او ویې ویل چې پاکستان د سیمې د امن لپاره تل مهم رول لوبولی دی.

 

د افغانستان په اړه عطاءالله تارړ ادعا وکړه چې افغانستان له هند سره په ګډه د پاکستان د کمزوري کولو هڅې کوي، خو نوموړي د خپلې دې دعوې لپاره په خبرو کې مشخص شواهد وړاندې نه کړل. هغه همداراز وویل چې پاکستان به د حرمین شریفین د ساتنې په برخه کې خپل رول ادا کوي.

 

د دارالعلوم حقانیه په غونډه کې د جمعیت علمای اسلام (س) مشر مولانا عبدالحق ثاني، د مدرسې مرستیال مهتمم مولانا راشد الحق سمیع او د «پیغام امن کمېټې» نور غړي هم ګډونوال وو.