پېښور (شال نیوز) : په خیبر پښتونخوا کې د ضم شوو قبایلي ضلعو پخوانیو خاصه دارو او لیویز اهلکارو د پولیو د روان کمپاین د امنیتي دندې بایکاټ کړی دی. د خاصه دارو او لیویز د کمېټۍ مشر سید جلال وزیر وايي، دا پرېکړه په جمرود کې د باب خیبر مخې ته د احتجاجي پرلت پر مهال شوې او بایکاټ به تر هغه دوام کوي چې حکومت د دوی غوښتنې ومني.
احتجاج کوونکي وايي، د پخوانۍ فاټا له خیبر پښتونخوا سره تر یوځای کېدو وروسته خاصه دار او لیویز اهلکار په پولیسو کې شامل شول، خو د سروس سټرکچر، ترقیو، پنشن او سینیارټۍ په ګډون د دوي یو شمېر غوښتنې لا نه دي منل شوې. دوي وايي، له حکومت سره د شوې ۲۲ ماده ییزې موافقې د بشپړ عملي کېدو غوښتنه کوي.
د کمېټۍ په وینا، پرېکړه شوې چې د بایکاټ پر مهال به د ضم شوو ضلعو خاصه دار او لیویز اهلکار د پولیو ډلو امنیت نه ساتي. کمېټۍ ویلي، که کوم اهلکار د دې پرېکړې خلاف د پولیو امنیتي دنده ترسره کړي، ۲۵ میلیونه روپۍ جرمانه به پرې لګول کېږي.
احتجاج کوونکو د پولیسو په تاڼو کې د اېف ای ار درج کولو او په ورځنیو رجسټرونو کې د اندراج د کار د بایکاټ اعلان هم کړی دی. دا بایکاټ داسې مهال شوی چې د دوشنبې، سپتمبر ۲۱مې د پولیو ضد کمپاین په خیبر پښتونخوا کې پېل شوی دی.
د صوبې د روغتیا وزیر خلیق الرحمان وايي، شاوخوا ۳۵ زره ډلې به د کمپاین پر مهال له پنځو کلونو کم عمره ۷.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکوي. د خاصه دارو او لیویز د بایکاټ له امله په ځانګړې توګه په ضم شوو ضلعو کي د پولیو ډلو د امنیت پوښتنه پیدا شوې ده.
تر اوسه صوبايي حکومت نه دي ویلي چې په هغو سیمو کي به د پولیو ډلو د ساتنې لپاره څه انتظام کوي چې خاصه دار او لیویز اهلکار پکي د امنیتي دندې بایکاټ کوي. په ضم شوو ضلعو کي تر دې وړاندې هم د پولیو کارکوونکي او د هغوی ساتونکي د وسله والو د بریدونو هدف ګرځېدلي دي.


شال نیوز