پېښور (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د ‘اپ کي عزت ‘په نوم ډرامه کې د پښتنو د منفي انځورولو پر ضد د غندنې قرارداد وړاندې شوی دی. قرارداد کې ویل شوي دي چې په دې ډرامه کې یو سبزي پلورونکی د پښتون په توګه ښودل شوی او د داسې یو کس په توګه وړاندې شوی دی چې لالچ لري، ناوړه چلند کوي او غواړي یوه واده شوې ښځه وغولوي، لوټ کړي او زیان ورته ورسوي.

 

په قرارداد کې راغلي چې د یو پښتون د دغه ډول انځور له لارې د پښتنو د ټولنې د عزت، مېلمه پالنې، کورنیو ارزښتونو او د ښځو د درناوي په اړه د دې ټولنې دودونه له پامه غورځول شوي دي. د قرارداد له مخې، دا ډول انځورونه د پښتنو په اړه د خلکو ترمنځ ناسم او یو اړخیز تصور پیاوړی کولی شي.

 

په قرارداد کې پر دې هم نیوکه شوې چې په رسنیو کې پښتانه ډېر ځله د ځوکیدار، موټر چلوونکي، مزدور او سبزي پلورونکي په څېر دندو کې ښودل کېږي او کله ناکله دغو کردارونو ته ناوړه او د جرمونو اړوند ځانګړنې هم ورکول کېږي.

 

د قرارداد له مخې، د یوې لویې ټولنې د خلکو د ژوند او کلتور د داسې محدود او منفي انځورولو له امله د هغوی احساسات زیانمنېدای شي او د بېلابېلو سیمو او قومونو ترمنځ پر یووالي هم اغېز کولی شي.

 

قرارداد کې له وفاقي او صوبايي حکومتونو غوښتنه شوې چې د پیمرا له لارې د ډرامې یاد شوی محتوا وڅېړي او که د رسنیو له اصولو سرغړونه پکې ثابته شي، نو د قانون له مخې دې اقدام وشي.

 

په قرارداد کې له رسنیزو ادارو هم غوښتنه شوې چې د کوم قوم، ژبې، سیمې یا کلتوري پېژندګلوۍ د سپکاوي او منفي انځورولو څخه ډډه وکړي. قرارداد کې ویل شوي چې رسنۍ باید د ټولنې د بېلابېلو برخو انځور په مسؤلانه او متوازن ډول وړاندې کړي.