کابل (شال نیوز) : د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د دوشنبې ،سپتمبر ۲۱مې، په ورځ په هېواد کې د پولیو ضد واکسین نوی کمپاین پیل شوی چې څلور ورځې به دوام وکړي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ،شرافت زمان، په یو ویډیويي پیغام کې ویلي دي، چې په دې کمپاین کې به نږدې ۱۲ میلیونه او ۷۷۰ زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د پولیو ضد واکسین ترلاسه کړي.
نوموړي ویلي دي، چې د افغانستان په سویلي زون کې به کمپاین یوه ورځ وروسته، د سې شنبې، سپتمبر ۲۲مې په ورځ پېل شي.
د شرافت زمان په وینا، په روان کال کې تر دې مخکې په افغانستان کې د پولیو ضد یو ملي او دوه فرعي کمپاینونه ترسره شوي او دا د سږ کال څلورم کمپاین دی. پولیو یوه ساري ناروغي ده چې تر ډېره ماشومان اغېزمنوي او په سختو حالاتو کي د دایمي فلج سبب کېدای شي.


شال نیوز