پنجګور (شال نیوز) : پاکستاني امنیتي سرچینې وايي، چې د بلوچستان د پنجګور ضلعي د پروم په اپهان کوه سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات شوي چې پکې څلور وسله وال وژل شوي دي.
سرچینو د دوشنبې، سپتمبر ۲۱مې په تازه معلوماتو کې ویلي دي، چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې د وسله والو د موجودیت تر معلوماتو وروسته عملیات پېل کړل. د دوي په وینا، د عملیاتو پر مهال ډزې وشوې او څلور وسله وال ووژل شول.
امنیتي سرچینې وايي، له وژل شویو کسانو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي. پاکستاني امنیتي سرچینو وژل شوي کسان له هند سره تړلي بللي، خو تر اوسه یې د دې خبرې د ملاتړ لپاره داسې شواهد نه دي خپاره کړي چې په خپلواکه توګه وڅېړل شي.
د وژل شویو کسانو نومونه او د کومې مشخصې وسله والې ډلې غړیتوب هم تر اوسه نه دی په ډاګه شوی. راپورونه وايي، دغه عملیات د «ردالفتنه ۳» په نوم د روانو امنیتي عملیاتو برخه ده او په سیمه کې د لټون عملیات هم روان دي.
تر اوسه د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې، ايي اېس پي ار، د دې ځانګړو عملیاتو په اړه جلا تفصیلي بیان نه دی خپور کړی. د پېښې اوسني معلومات د امنیتي سرچینو له قوله خپاره شوي دي.


نعيم اچکزئي