کابل : په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت، یوناما، وايي د کثافاتو ناسم مدیریت، د اوبو کمښت، وچکالي او د طبیعي سرچینو زیانمنېدل د افغانستان چاپېریالي ستونزې لا پراخوي.
یوناما ،د سپتمبر په ۲۰مه، په یو راپور کې ویلي دي، چې په کابل کې د هوا ککړتیا، په ځانګړي ډول د ژمي پر مهال، د خلکو روغتیا ته جدي خطر دی. د ادارې په وینا، د ټیټ کیفیت سون توکو استعمال او د کثافاتو ناسم مدیریت د هوا د ککړتیا له مهمو لاملونو څخه دي.
یوناما وايي، په پنجشیر، کاپیسا او میدان وردګ کې د سیلانیانو له زیاتېدو سره په سیندونو او درو کې کثافات هم زیات شوي او د چاپېریال د ښه مدیریت اړتیا یې زیاته کړې ده.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، وچکالي او د اوبو کمښت بیا د افغانستان له نیمايي زیات خلک اغېزمن کړي دي. د ۲۰۲۶م کال په لومړیو دریو میاشتو کې هم اورښت له منځنۍ کچې کم و او نامنظمو بارانونو او سېلابونو د خلکو ستونزې زیاتې کړې دي.
یوناما د کونړ، نورستان او لوګر د ځنګلونو وهل، په بدخشان کې له حده زیاته څرونه او په ځینو سیمو کې بې کنټروله کان کیندنه هم د چاپېریال لپاره جدي ستونزې بللې دي. اداره وايي، د افغانستان د طبیعي سرچینو ساتنه او د کثافاتو ښه مدیریت د خلکو، اړوندو ادارو او سیمه ییزو ټولنو ګډ کار ته اړتیا لري.


شال نیوز