کابل : د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت پخواني رئیس ،محمد معصوم ستانکزي، د سولې عالي شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني د وژل کېدو د پنځلسم تلین په مناسبت ویلي دي، چې رباني، احمد شاه مسعود او د افغانستان لسګونه نور شخصیتونه په هغو بریدونو کې وژل شوي چې ده «جاهلانه ځانمرګي» بللي دي.
ستانکزي ،د سپتمبر په ۲۰مه، په ایکس لیکلي، د افغانستان خلک د تېرو څو لسیزو په جګړو کې د تاوتریخوالي او افراطیت درنه بیه پرې کړې ده.
برهان الدین رباني د ۲۰۱۱م کال د سپتمبر پر ۲۰مه په کابل کې په خپل کور کې په ځانمرګي برید کې ووژل شو. بریدګر ځان د طالبانو د سولې د پیغام وړونکی معرفي کړی و او چاودېدونکي مواد یې په دستار کې پټ کړي وو. محمد معصوم ستانکزی، چې هغه مهال د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر و، په همدې برید کې ټپي شوی و.
احمد شاه مسعود بیا د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر پر نهمه، د سپتمبر د یوولسمې له بریدونو دوه ورځې مخکې، د القاعده له دوو غړو سره د مرکې پر مهال په ځانمرګي برید کې ووژل شو.
د جمعیت اسلامي افغانستان ګوند د رباني د پنځلسم تلین په مناسبت ویلي چې د رباني او احمد شاه مسعود د وژنو د دوسیو بې برخلیکه پاتې کېدل د پوښتنې وړ دي. دغه ګوند وايي، تر اوسه داسې روڼ او قانع کوونکی راپور نه دی وړاندې شوی چې د رباني د وژنې اصلي عاملان او امر کوونکي په بشپړه توګه روښانه کړي.


شال نیوز