جاپان : د پاکستان د نارینه وو هاکي لوبډلې د ۲۰۲۶م اسیايي لوبو په خپله لومړۍ لوبه کې تایلنډ ته ۹ ـ صفر ماتې ورکړې او د پول بي سیالۍ یې په بریا پېل کړې دي. احمد ندیم د پاکستان لپاره درې ګولونه وهلي دي.
د یکشنبې، سپتمبر ۲۰مې، لوبه د جاپان د کاکامېګاهارا په ګیفو پریفیکچر ګرین سټېډیم کې شوې وه. پاکستان له پیله پر لوبه برلاسی و او تایلنډ ته یې د ګول کولو فرصت ور نه کړ.
معین شکیل په اتمه منټه کې د پاکستان لومړی ګول وواهه او عماد بټ په ۱۲مه منټه کې نتیجه دوه ـ صفر کړه. احمد ندیم په ۲۰مه منټه کې خپل لومړی ګول وکړ. سفیان خان بیا په ۲۲مه او ۲۳مه منټه کې له پنالټي کارنرونو دوه پرله پسې ګولونه ووهل او پاکستان تر وقفې مخکې پنځه ـ صفر مخکې شو.
په دویمه نیمایي کې رانا وحید اشرف په ۳۱مه او حنان شاهد په ۳۴مه منټه کې یو ـ یو ګول وکړ. احمد ندیم په ۳۷مه او ۴۳مه منټه کې دوه نور ګولونه ووهل او خپل درې ګولونه یې بشپړ کړل. په دې توګه پاکستان لوبه ۹ ـ صفر وګټله.
د لوبې د شمېرو له مخې پاکستان ۵۷ سلنه بال په خپل واک کې درلود او اووه پنالټي کارنرونه یې ترلاسه کړل، په داسې حال کې چې تایلنډ دوه پنالټي کارنرونه ترلاسه کړل.
پاکستان به د سه شنبې، سپتمبر ۲۲مې، خپله بله لوبه له ازبکستان سره کوي. تر هغه وروسته به د سپتمبر په ۲۴مه له چین، په ۲۶مه له مالیزیا او په ۲۸مه له عمان سره لوبې کوي.
په لامبو کې بیا د پاکستان درې واړه ګډونوال له لومړنیو پړاوونو مخکې لاړ نه شول. حمزه اصف د نارینه وو د ۱۰۰ متره فري سټایل خپل پړاو په ۵۳ اعشاریه ۹۷ ثانیو کې بشپړ کړ او د ۴۳ لامبوزنو ترمنځ په مجموعي ډول ۳۵م شو.
د ښځو د ۵۰ متره بریسټ سټروک په سیالیو کې حریم ملک خپل پړاو په ۳۶ اعشاریه ۵۲ ثانیو او میشال عایشه حیات په ۳۷ اعشاریه ۰۲ ثانیو کې بشپړ کړ. دواړه بل پړاو ته ونه رسېدې.


شال نیوز