کابل : د افغانستان بانک وايي، چې په ټول هېواد کې یې له بازارونو د زړو او خرابو بانکنوټونو د راټولولو او پر ځای یې د نویو او سالمو بانکنوټونو د ورکولو لړۍ پېل کړې ده.

 

بانک ،د سپتمبر په ۱۹مه، له خلکو غوښتي دي چې زاړه او خراب بانکنوټونه د افغانستان بانک او د سوداګریزو بانکونو څانګو ته وسپاري او په بدل کې یې سالم بانکنوټونه ترلاسه کړي.

 

د افغانستان بانک وايي، چې د دې اقدام هدف دا دی چې خراب شوي بانکنوټونه له بازار څخه وایستل شي او په ورځنیو راکړو ورکړو کې د سالمو بانکنوټونو کارول زیات شي.

 

بانک په خپاره کړي اعلان کې نه دي ویلي چې په دې لړۍ کې به څومره زاړه بانکنوټونه راټول او څومره نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې شي.