نیشین : د پاکستان د ښځو کرکټ لوبغاړې ،عایشه ظفر، د سریلانکا پر ضد د اسیایي لوبو په نیمه پایلوبه کې خپله پنځوسیزه یوازې په ۲۷ بالونو بشپړه کړه. د پاکستان کرکټ بورډ وايي، دا د پاکستان د ښځو په شل اوریز نړیوال کرکټ کې ګډه درېیمه تېزه پنځوسیزه ده.
عایشې په ۴۰ بالونو ۷۱ منډې وکړې چې نهه څلوریزې او دوه شپږیزې پکې شاملې وې. هغې او شوال ذوالفقار د درېیمې ویکټې لپاره د ۱۱۵ منډو شراکت وکړ. پي سي بي وايي، دا د پاکستان د ښځو په شل اوریز نړیوال کرکټ کې د درېیمې ویکټې تر ټولو لوي شراکت دی.
شوال ذوالفقار هم پنځوسیزه ووهله او په ۵۰ بالونو یې ۵۴ منډې وکړې. پاکستان په ۲۰ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۷ منډې جوړې کړې. سریلانکا بیا د ۱۷۸ منډو هدف په ۱۷.۵ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او پاکستان ته یې په اتو ویکټو ماتې ورکړه.
سریلانکا پایلوبې ته ووتله او پاکستان به د سپتمبر پر ۲۲مه د برونزو مډال لپاره لوبه کوي.


شال نیوز