هنګو : د پاکستان پوځ وايي، چې د خیبر پښتونخوا په هنګو ضلعه کې ،د سپتمبر په ۲۰مه، له وسله والو سره په نښته کې شپږ پوځیان او اته وسله وال وژل شوي دي.
د پوځ مطبوعاتي څانګې، ایي اېس پي ار، په تازه بیان کې ویلي دي چې په وژل شویو پوځیانو کې ۲۳ کلن کپتان ،ابوذر فاروق، او ۲۲ کلن لېفټننټ ،شیراز بابر، هم شامل دي. د پوځ په وینا، دواړو افسرانو د نښتې پر مهال د خپلو سرتېرو مشري کوله. څلور نور سرتېري هم وژل شوي دي.
تر دې مخکې د هنګو امنیتي سرچینو شال نیوز ته ویلي وو چې د صدر تاڼې په حدودو، خیساري سیمه کې وسله والو د امنیتي ځواکونو پر کاروان برید کړی و. د هنګو د ضلعي مرکزي روغتون مشر ،ډاکټر حلیم خټک، هم روغتون ته د شپږو وژل شویو پوځیانو د وروړلو پخلی کړی و.
ایي اېس پي ار وايي، په نښته کې اته وسله وال هم وژل شوي او په سیمه کې د نورو وسله والو د موندلو لپاره عملیات روان دي. پوځ په خپل بیان کې وسله والو ته «خوارج» ویلي دي.
پوځ ویلي چې د «عزم استحکام» تر نامه لاندې به د وسله والو پر ضد عملیات دوام لري. ایي اېس پي ار دا وسله وال له بهرني ملاتړ سره تړلي، خو د دې خبرې نور شواهد یې په بیان کې نه دي وړاندې کړي.
د برید مسولیت د اتحاد المجاھدین پاکستان نومي وسله والې ډلې منلی دی.


علي افضل افضال