بدخشان : د افغانستان په بدخشان کې ځايي اوسېدونکي وايي، طالبانو د فیض اباد پر ښار د ورځې او شپې د ډرونونو ګزمې زیاتې کړې دي.
سرچینو ،د سپتمبر په ۲۰مه، چې تېره اوونۍ د فیض اباد هوايي ډګر ته نږدې په یو پوځي مرکز کې د ډرونونو د عملیاتو یو مرکز هم جوړ شوی دی. د سرچینو په وینا، له دغه مرکز څخه د طالبانو د مخالفو وسله والو ډلو د فعالیتونو د څار لپاره کار اخیستل کېږي.
ځايي سرچینې وايي، چې په وروستیو ورځو کې د فیض اباد پر بېلابېلو برخو د ډرونونو الوتنې لیدل شوې او د ورځې تر څنګ د شپې هم دوام لري.
د ډرونونو د ګزمو د زیاتېدو خبر په داسې وخت کې ورکړل شوی چې په بدخشان کې د طالبانو د مخالفو جبهاتو د فعالیتونو او بریدونو راپورونه هم خپاره شوي دي.
طالبانو تر اوسه د فیض اباد هوايي ډګر ته نږدې د ډرونونو د نوي مرکز د جوړېدو او پر ښار د ګزمو د زیاتېدو په اړه رسمي څه نه دي ویلي.
شال نیوز په خپلواکه توګه د دغه مرکز د جوړېدو، د ډرونونو د شمېر او د هغو د عملیاتو د څرنګوالي پخلی نه شي کولی.


شال نیوز