تهران : د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د یکشنبې، د سپتمبر ۲۰مې، په ورځ تهران ته ځي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سفر اصلي موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو او مخکېنیو موافقو خبرې دي او نقوي د امریکا کوم ځانګړی پیغام یا وړاندیز نه وړي.

 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي دي، امکان شته چې د پاکستان د اقتصادي چارو یو وزیر هم له نقوي سره مل وي. د هغه په وینا، په خبرو کې به په ځانګړي ډول د هغو موافقو پر عملي کولو بحث کېږي چې د دواړو هېوادونو د مشرانو په کچه شوې دي.

 

د نقوي د سفر په اړه داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ښيي هغه د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب په لړ کې د واشنګټن کوم نوی پیغام یا وړاندیز تهران ته ورسوي. خو بقايي ویلي دي، چې تر دې دمه داسې کومه خبره نه ده شوې چې نقوي دې د امریکا ځانګړی پیغام یا وړاندیز له ځان سره راوړي.

 

بقايي ویلي دي، چې پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کړې دي او امکان شته چې د نقوي په خبرو کې سیمه‌ ییز وضعیت هم مطرح شي.

 

په همدې حال کې د ایران د ملي امنیت شورا مشر محسن رضايي ویلي دي، چې تهران د قطر او پاکستان له لارې له امریکا سره د خبرو لپاره خپل شرطونه شریک کړي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم هوکړه کړې چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډو پر مهال سره وګوري.