کابل : د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو اداره وايي، په کابل کې د سیرت‌ النبي ﷺ د یوې سیالۍ پایلې اعلان شوې چې د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو د مرکزونو تر دوو زرو ډېرو زده‌ کوونکو پکې برخه اخیستې وه. د ادارې د معلوماتو له مخې، سیالي د دعوت او ارشاد ریاست او د فکري او فرهنګي پوهاوي ادارې په همکارۍ جوړه شوې وه.

 

د سپتمبر په ۱۹مه، د پایلو د اعلان په غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو ادارې چارواکو او د طالبانو د پوهنې وزارت مالي او اداري مرستیال صبغت‌ الله وصیل ګډون کړی و.

 

وصیل په غونډه کې د اسلام د پیغمبر حضرت محمد ﷺ د سیرت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، مسلمان ځوانان باید خپل ژوند د هغه له سیرت سره برابر کړي. هغه دغه ډول پروګرامونه د ځوانانو د دیني او فکري پوهاوي لپاره مهم وبلل.

 

د اعلان شویو پایلو له مخې، منیراحمد د الله نور زوې د ۱۰۰ نمرو په ترلاسه کولو لومړی مقام خپل کړی دی. درې ګډونوال د دویم مقام مستحق بلل شوي او اوو نورو ګډونوالو څلورم مقام ترلاسه کړی دی. چارواکي وايي، د سیالۍ ۳۰ مخکښو ګډونوالو ته جایزې هم ورکړل شوې دي.