پېښور : په پېښور کې د خیبر میډیکل کالج پنځه ورځنۍ کلتوري او هنري اوونۍ پای ته رسېدلې چې د پښتو کلتور، شاعرۍ، موسیقۍ، انځورګرۍ او فوټوګرافۍ بېلابېل پروګرامونه پکې شوي دي.

 

دا اوونۍ د پښتو کلتور له ورځې پېل شوې وه. زده‌ کوونکو پښتني دودیزې جامې اغوستې وې، ولسي موسیقي یې وړاندې کړه او د کلاسیکو پښتنو شاعرانو شعرونه یې ولوستل. د پښتني کلتور د دودیزو توکو نندارتونونه هم جوړ شوي وو.

 

د پروګرام په نورو ورځو کې د شاعرۍ او بیت بازۍ غونډې وشوې. په مشاعره کې د اردو ترڅنګ په هندکو او سرایکي ژبو هم شعرونه وویل شول. پښتو لیکوال پروفېسر نورالامین یوسفزي هم په یوه ادبي غونډه کې ګډون وکړ او له زده‌ کوونکو سره یې د ادب او سیمه‌ ییزو ژبو په اړه خبرې وکړې.

 

د اوونۍ وروستۍ ورځې انځورګرۍ، فوټوګرافۍ او نورو هنري فعالیتونو او سیالیو ته ځانګړې شوې وې. د خیبر میډیکل کالج دا کلنۍ اوونۍ داسې مهال شوې چې د طب زده‌کوونکو ته یې د خپلو مسلکي زده‌ کړو ترڅنګ د پښتو ژبې، ادب، ولسي موسیقۍ او سیمه‌ ییز کلتور د وړاندې کولو موقع هم ورکړه.