کابل : د افغانستان د وزن پورته کولو فېډرېشن مشر محمد اعظم کوهي د جاپان په اسیايي لوبو کې د وزن پورته کولو نړیوال ریفري ټاکل شوی دی.

 

کوهي د لومړۍ درجې نړیوال ریفري دی. د سپتمبر پر ۱۸مه خپاره شوي معلومات وايي، هغه به د افغانستان د لوبغاړو ترڅنګ د هېواد تخنیکي استازیتوب هم کوي.