د پاکستان ال راونډر شاداب خان د کارابین پریمیر لیګ په کوالیفایر کې د خپل شل اوریز ژوند دویم هېټ ټرک کړی دی.

 

شاداب د انټیګوا اېنډ باربودا فالکنز لپاره د ګیانا امازون واریرز پر ضد په ۱۶ منډو څلور ویکټې واخیستې.

 

صفیان مقیم هم په ۱۳ منډو څلور ویکټې واخیستې او ګیانا په ۷۶ منډو وسوځېدله. فالکنز هدف په پنځه اعشاریه دوه اورونو کې پوره کړ او پایلوبې ته ورسېد.