د اسیايي لوبو د نارینوو د هاکي د سویلي کوریا او بنګله‌ دېش د لوبې مخکې تنظیموونکو په تېروتنه د شمالي کوریا ملي سرود وغږاوه.

 

د سویلي کوریا لوبغاړي حیران پاتې شول او د میدان اعلان کوونکي سمدستي بخښنه وغوښته. وروسته سم سرود وغږول شو. سویلي کوریا بیا بنګله‌ دېش ته په پنځه ـ صفر ماتې ورکړه.