لاهور : د پاکستان د ښځو کرکټ کپتانه فاطمه ثنا وايي، د اسیايي لوبو د پرانیستې په مراسمو کې د خپل هېواد د بیرغ پورته کول ورته لوي ویاړ دی.
فاطمه ثنا او د پېښور ځوان سکواش لوبغاړی نور زمان د سپتمبر پر ۱۹مه د پاکستان ګډ بیرغ وړونکي دي. فاطمه د پاکستان د ښځو کرکټ لوبډلې مشري هم کوي.
پاکستان د ښځو په اسیا کرکټ ټورنمنټ کې نیمه پایلوبې ته رسېدلی او د سپتمبر پر ۲۰مه له سریلانکا سره مخ کېږي.


شال نیوز