کابل : د افغانستان د پخواني حکومت د ملي امنیت سلاکار ،حمد الله محب، په خپل نوي کتاب کې د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی ،زلمی خلیلزاد، د افغان جمهوریت په کمزوري کولو او له طالبانو سره د سولې په خبرو کې په «لوي خیانت» تورن کړی دی.
د محب نوی کتاب «پر کابل سیوري: د افغان جمهوریت د سقوط له دننه کیسه» د سپتمبر پر ۱۷مه خپور شوی دی. دا کتاب محب له خبریال ټام حسین سره په ګډه لیکلی دی.
محب په کتاب کې وايي، خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو پر مهال د افغان حکومت رول کمزوری کړ او د کابل حکومت یې د خبرو له مهمو پړاوونو بهر وساته.
د هغه په وینا، کله چې طالبانو ولیدل چې له واشنګټن سره د افغان حکومت له ګډون پرته مستقیمې خبرې کولی شي، د هغوي سیاسي دریځ پیاوړی شو او افغان حکومت ورو ورو د سولې د خبرو له بهیره څنډې ته شو.
محب لیکلي چې پخواني ولسمشر ،اشرف غني، د خلیلزاد له ټاکل کېدو سره له پېله اندېښنه لرله. د هغه په وینا، غني فکر کاوه چې د خلیلزاد تګلاره به د افغان حکومت لپاره ستونزې پیدا کړي.
محب دا هم وايي چې خلیلزاد پاکستان ته تر سفر وروسته کابل ته ستون شو، خو اشرف غني او د هغه د حکومت نور لوړپوړي چارواکي یې د خپلو خبرو له بشپړو جزیاتو خبر نه کړل. د محب په وینا، افغان چارواکي وروسته خبر شول چې خلیلزاد په پاکستان کې له طالبانو سره هم لیدلي وو.
محب په کتاب کې د واشنګټن د یو سفر یادونه هم کړې ده. هغه وايي، امریکايي چارواکو ته یې ویلي وو چې د خلیلزاد تګلاره افغان حکومت کمزوری او طالبان پیاوړي کوي.
د محب په وینا، ده غوښتل معلومه کړي چې خلیلزاد د امریکا د حکومت رسمي پالیسي عملي کوي او که په خپل سر پرېکړې کوي، خو په دې اړه ورته روښانه ځواب ورنه کړل شو.
خلیلزاد تر دې مخکې د افغان جمهوریت د سقوط ذمه واري پر ځان اچول رد کړي دي. هغه د پخواني افغان حکومت داخلي اختلافونه، فساد او د امنیتي ځواکونو چټک سقوط د ۲۰۲۱م کال د پېښو له مهمو عواملو بللي دي.
د کتاب خپرندوی وايي، ۲۴۸ مخیز کتاب د محب پر شخصي تجربو او هغو مرکو ولاړ دی چې د ۲۰۲۱م او ۲۰۲۴م کلونو ترمنځ ورسره شوې دي.
په کتاب کې د زلمي خلیلزاد په اړه یو بشپړ فصل «زلمی خلیلزاد او لوي خیانت» نومول شوی دی. په نورو برخو کې د طالبانو د بندیانو خوشي کېدل، د سولې خبرې، د پاکستان رول او د افغان جمهوریت د وروستیو ورځو پېښې هم څېړل شوې دي.
تر اوسه د محب په نوي کتاب کې د شویو دغو تورونو په اړه د زلمي خلیلزاد تازه غبرګون نه دی خپور شوی.


شال نیوز