بلخ : د افغانستان د طالبانو د حکومت اقتصادي مرستیال ،ملا عبدالغني برادر، د بلخ په حیرتان دوه لارې کې د «امام شقیق بلخي» په نوم د یو صنعتي ښارګوټي د جوړولو کار پرانیستی دی.
د طالبانو د حکومت د اقتصادي مرستیالۍ ،د سپتمبر د ۱۸مې، د معلوماتو له مخې، دا صنعتي ښارګوټی پر ۲۲ زره جریبه ځمکه جوړېږي او پکې به د خامو موادو د پروسس، بېلابېلو توکو د تولید او صادراتو لپاره صنعتي مرکزونه جوړ شي.
ملا عبدالغني برادر د پرانیستې غونډې ته ویلي، حکومت غواړي افغانستان په تدریجي ډول پر تولیدي هېواد بدل کړي او صنعت، تولید او بازارونه یو له بل سره وتړي.
هغه وویل، د دې ښارګوټي په جوړېدو سره به په بلخ کې صنعتکارانو ته ځمکه برابره شي او د زرګونو کسانو لپاره به د کار زمینه هم پیدا شي.
برادر بلخ د افغانستان یو مهم سوداګریز، ټرانزیټي او صنعتي ولایت وباله او ویې ویل، د حیرتان بندر باید یوازې د وارداتو لاره نه وي، بلکې له دې لارې دې د افغانستان پروسس شوي او تولیدي توکي بهرنیو بازارونو ته هم ولېږدول شي.
نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانستان سره رسمي اقتصادي اړیکې پراخې او پر بانکي او مالي چارو موجود محدودیتونه ختم کړي.
طالب چارواکو تر اوسه د دې صنعتي ښارګوټي د ټول لګښت، د تمویل د سرچینو او د بشپړېدو د نېټې په اړه جزیات نه دي ورکړي.


شال نیوز