پیښور : د خیبر پښتونخوا د کلتور او سیاحت ادارې د خیبر میډیکل کالج له ادبي ټولنې سره په ګډه د پېښور تاریخي ځایونو ته د شاوخوا ۶۰ زده کوونکو سفر تنظیم کړی دی. زده کوونکو د لاهوري دروازې، ګورکټړۍ، هیریټېج ټرېل او سیټي هاوس په ګډون د زاړه پېښور یو شمېر تاریخي ځایونه ولیدل.
د سیاحت ادارې مرستیال مشر سعید خان زده کوونکو ته د پېښور د تاریخ او کلتوري ارزښت په اړه معلومات ورکړل. تنظیموونکي وايي، د دې سفر موخه دا وه چې ځوانان د پېښور له تاریخ، پخوانیو ودانیو او کلتوري میراث سره اشنا شي.
ګډونوالو غوښتنه کړې چې د تخت بايي او سوات تاریخي او لرغونو ځایونو ته هم ورته سفرونه تنظیم شي.


شال نیوز