کالیفورنیا : د امریکا د عدلیې وزارت وايي، چې د کالیفورنیا په سن‌ ډیاګو سیمه کې ۱۲ کسان د ماشومانو د ساتنې په نوم له حکومتي پروګرامونو څخه د څه باندې ۱۰ میلیونه ډالرو په درغلۍ تورن شوي دي. په تورنو کسانو کې ۲۵ کلن افغان‌ الاصله زریاب داوودزی، اکرام‌ الله مومند او خاطره هاشمي هم شامل دي.

 

فدرالي څارنوالانو د سپتمبر په ۱۷مه، ویلي دي، تورنو کسانو په سن‌ ډیاګو او ال کاخون کې د ماشومانو د ساتنې مرکزونه ثبت کړي وو او د کم‌ امدنه کورنیو د ماشومانو د ساتنې لپاره یې له حکومتي پروګرامونو پیسې اخیستې.

 

د څارنوالانو په وینا، په ځینو مرکزونو کې یا ماشومان نه وو او یا یې شمېر په اسنادو کې له ښودل شوي شمېر څخه ډېر کم و. چارواکي وايي، حکومت ته د ماشومانو د حاضرۍ ناسم معلومات ورکول کېدل او د هغو پر بنسټ پیسې اخیستل کېدې.

 

د امریکا د عدلیې وزارت وايي، په عملیاتو کې تر ۲۵۰ زیاتو فدرالي، ایالتي او سیمه‌ ییزو چارواکو برخه اخیستې او په سن‌ ډیاګو سیمه کې ۱۲ کورونه پلټل شوي دي.

 

په ټولنیزو رسنیو کې زریاب داوودزی د افغانستان د پخواني لوړپوړي چارواکي محمد عمر داوودزي زوې بلل شوی، خو د امریکا د عدلیې وزارت په خپرو شویو معلوماتو کې د دې خپلوي یادونه نه ده کړې.

 

پر نیول شویو کسانو د مالي درغلۍ او پر ځینو د پیسو د غیرقانوني لېږد تورونه لګېدلي دي. چارواکي وايي، د قضیې پلټنې روانې دي. پر دغو کسانو لګېدلي تورونه تر اوسه په عدالت کې نه دي ثابت شوي.