واڼا : د کوز سویلي وزیرستان پولیس وايي، د شکۍ تحصیل په بېلابېلو سیمو کې یې د سپرکۍ وزیر او خوجل خېل وزیر ترمنځ د ځمکې د روانې شخړې له امله امنیتي اقدامات سخت کړي دي. د پولیسو په وینا، په بېلابېلو ځایونو کې ناکې لګول شوې او د موټرو او خلکو تالاشي روانه ده.
پولیس وايي، دا اقدامات د ضلعې د پولیسو مشر ،شاه حسن، په لارښوونه او د شکۍ تاڼې د مشر محمد اسماعیل خان تر څارنې لاندې کېږي. د پولیسو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سیمې د امنیت، د خلکو د ځان او مال د خوندي ساتلو او د ممکنه نښتو د مخنیوي لپاره به دا اقدامات دوام ولري.
پولیسو له ځايي خلکو غوښتي چې د امن په ساتلو او د قانون په عملي کولو کې ورسره همکاري وکړي. په شکۍ کې د سپرکۍ وزیر او خوجل خېل وزیر ترمنځ د ځمکې پر سر له شخړې وروسته ضلعي انتظامیې هم د سپتمبر له ۱۷مې د اکتوبر تر ۱۶مې پورې دفعه ۱۴۴ لګولې ده.


ظفر وزير