کوهاټ : د کوهاټ په زوړ پولیس لاین کې د جمعې د لمانځه پر مهال زوروره چاودنه شوې چې د تازه معلوماتو له مخې، ۱۶ کسان پکې وژل شوي او تر ۳۰ زیات ټپیان دي.

 

د خیبر پښتونخوا پولیسو مشر ذوالفقار حمید ویلي، د سپتمبر په ۱۸مه، له چاودېدونکو موادو ډک موټر د زوړ پولیس لاین له دروازې سره جنګول شوی او له چاودنې وروسته ډزې هم شوې دي.

 

پولیس وايي، د پولیسو او ترهګرۍ ضد ادارې ځواکونه لا هم په سیمه کې له وسله والو سره په عملیاتو بوخت دي او د سنایپر په ډزو کې یو بریدګر هم وژل شوی دی. د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ویلي، عملیات به تر هغه روان وي چې په سیمه کې موجود بریدګر له منځه یوړل شي.

 

ریسکیو ۱۱۲۲ تر دې مخکې ویلي وو چې د چاودنې له ځایه یې لسګونه ټپیان او اووه مړي روغتونونو ته رسولي دي. د پېښې ځای ته ګڼ امبولانسونه او د ژغورنې ډلې استول شوې دي.

 

ټپیان د کوهاټ ډي اېچ کیو روغتون ته انتقال شوي او هلته بېړنی حالت اعلان شوی دی. پولیسو د کوهاټ ـ هنګو سړک د ټرافیک لپاره تړلی او سیمې ته یې نور ځواکونه هم لېږلي دي.

 

تر اوسه د برید ذمه واري کومې ډلې نه ده منلې.

 

د مرګ ژوبلې شمېر په چټکۍ بدلېږي او د ۱۶ وژل شویو او تر ۵۰ ډېرو ټپیانو وروستی شمېر لا د ریسکیو ۱۱۲۲ یا بلې خپلواکې سرچینې له خوا نه دی تایید شوی.