پېښور : د خیبر پښتونخوا په پېښور او د صوبې په نورو ضلعو کې ،ر سپتمبر په ۱۸مه، د پولیو ضد واکسین کمپاین پېل شوی دی. د کمپاین پرانیسته د خیبر پښتونخوا د روغتیا وزیر خلیق الرحمن او چیف سیکرټري شهـاب علي شاه ماشومانو ته د پولیو څاڅکي په ورکولو سره کړې ده.

 

د روغتیا وزیر خلیق الرحمن په پېښور کې رسنیو ته ویلي دي چې د پولیو ضد کمپاین به د سپتمبر له ۲۱مې تر ۲۷مې نېټې پورې په ټوله صوبه کې په یو وخت روان وي. د نوموړي په وینا، د دې کمپاین لپاره شاوخوا ۳۵ زره ډلې جوړې شوې دي او هدف دا دی چې تر ۷۳ لکو پورې ماشومانو ته د پولیو واکسین ورسول شي.

 

خلیق الرحمن ویلي، هڅه به کوي چې ټولو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورسول شي. هغه له والدینو هم غوښتي چې د خپلو ماشومانو د پولیو واکسین یقیني کړي. نوموړي زیاته کړې چې د پولیو له ډلو سره به امنیتي ځواکونه او د اړوندو ادارو کارکوونکي هم خپلې دندې ترسره کوي.

 

د روغتیا وزیر د روغتیايي خدمتونو په اړه ویلي دي چې په روغتونونو کې خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کېږي او د دې لپاره ټول اړین وسایل موجود دي. هغه د ټي ایم اوز د تنخواوو د ستونزې په اړه ویلي چې له هغوي سره خبرې روانې دي او هڅه کېږي چې ستونزه د بودجې او کابینې له لارې په خبرو اترو حل شي.

 

د نوموړي په وینا، هڅه یې دا ده چې د ټي ایم اوز لپاره اسانتیاوې برابرې شي او موضوع داسې حل شي چې څوک له سختۍ سره مخ نه شي.

 

د امنیتي ستونزو له امله ځینو سیمو کې ماشومانو ته رسېدل ستونزمن دي

 

د خیبر پښتونخوا چیف سیکرټري شهـاب علي شاه ویلي دي چې د پولیو کمپاین پر مهال په ځینو سیمو کې امنیتي ستونزې شته او د خطرناکو سیمو ماشومانو ته رسېدل ستونزمن وي. هغه ویلي چې په شمالي او سویلي وزیرستان کې ماشومانو ته د واکسین رسولو لپاره به ځانګړي کمپاینونه ترسره شي.

 

د چیف سیکرټري په وینا، په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي اسانتیاوو د برابرولو لپاره هم اقدامات شوي او په قبایلي ضلعو کې شاوخوا ۲۴۰۰ ډاکټران ګمارل شوي دي.

 

شهـاب علي شاه ویلي چې د جون او جولایۍ په میاشتو کې د درملو د رسولو ستونزو د حل لپاره هم اقدامات شوي او د روغتیايي خدمتونو د ښه کولو لپاره د روغتیايي مرکزونو د اوټ سورس کولو پر لور هم ګامونه اخیستل کېږي.

 

هغه زیاته کړې چې له افغانستان څخه د پولیو وایرس د راتلو خطر هم شته، ځکه پولیو وایرس له یوې سیمې بلې ته انتقالېدی شي. د نوموړي په وینا، که یو ماشوم په پولیو اخته شي، د هغه کورنۍ او شاوخوا ټولنې ته هم د وایرس د خپرېدو خطر پیدا کېږي.

 

چیف سیکرټري ویلي دي چې پولیو باید له امنیتي موضوعاتو جلا وکتل شي ځکه دا د عامې روغتیا مسئله ده. د هغه په خبره، د روان پولیو کمپاین د امنیت لپاره شاوخوا ۵۰ زره پولیس سرتېري خپلې دندې ترسره کوي.