بدخشان : د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان کې د طبیعي یخچالونو ویلې کېدل، د ځینو ځايي او طبي بوټو له منځه تلل، د مارکوپولو غرڅو کمېدل او کډه کول، د کبانو بېرویه ښکار او د کثافاتو زیاتېدل د دغه غرني ولایت د چاپېریال لپاره په جدي ستونزو بدلېږي.
د بدخشان د چاپېریال ساتنې چارواکو، د ملګرو ملتونو استازو او د سیمې اوسېدونکو د سپټمبر پر ۱۷مه په فیضاباد کې یوې غونډې ته وویل، د اقلیمي بدلون اغېزې اوس یوازې د هوا تر بدلون محدودې نه دي، بلکې د اوبو سرچینې، طبیعي شتمني، وحشي ژوي او د خلکو ژوند هم اغېزمنوي.
دا غونډه د بدخشان د چاپېریال ساتنې ادارې د یوناما په همکارۍ جوړه کړې وه. د یو شمېر دولتي ادارو او د بدخشان د څو ولسوالیو استازو پکې ګډون کړی و. ګډونوالو خبرداری ورکړ چې که د چاپېریال او اقلیمي بدلون روانې ستونزې په وخت مدیریت نه شي، په راتلونکو کلونو کې یې اغېزې د بدخشان له طبیعي سرچینو ورهاخوا د خلکو پر ژوند او د سیمې پر اقتصاد هم پرېوتلی شي.
یخچالونه ویلې کېږي، طبیعي سرچینې تر فشار لاندې دي
د غونډې یوه مهمه اندېښنه د بدخشان په غرنیو سیمو کې د طبیعي یخچالونو ویلې کېدل وو. بدخشان د افغانستان له لوړو غرنیو سیمو څخه دی او د غرونو واورې او طبیعي یخچالونه یې د اوبو د سرچینو مهمه برخه جوړوي. د غونډې ګډونوالو وویل، د دغو یخچالونو په حالت کې بدلون لیدل کېږي او د ویلې کېدو دوام یې د راتلونکې لپاره اندېښنې پیدا کړې دي.
د یخچالونو بدلون یوازې په لوړو غرونو پورې محدوده مسئله نه ده. له دغو سیمو راوتونکې اوبه د لاندې پرتو کلیو، کرنیزو ځمکو او څارویو لپاره هم اهمیت لري او په اوږده موده کې د اوبو په سرچینو کې بدلون د خلکو پر ژوند اغېز کولی شي.
د بدخشان د چاپېریال ساتنې رئیس حافظ فیضالرحمن ابراهیمي وویل، دغه ولایت که څه هم پراخې طبیعي سرچینې لري، خو د اقلیمي بدلون له اغېزو خوندي نه دی. د هغه په وینا، د انساني فعالیتونو پراخېدل او د طبیعي زېرمو لټون هم د چاپېریال په وضعیت کې د اندېښنې وړ بدلونونه رامنځته کړي دي.
د بدخشان د ولایت د بشري سرچینو رئیس مولوي عبدالقدیر راشید بیا وویل، حکومت او خلک دواړه د طبیعي سرچینو د ساتنې مسئولیت لري. هغه وویل، اوسنی نسل باید طبیعي سرچینې داسې ونه کاروي چې د راتلونکو نسلونو لپاره د ژوند شرایط ستونزمن کړي. د هغه په وینا، د بدخشان طبیعي سرچینې که په منظم ډول وکارول شي، د سیمې د اقتصاد او د خلکو د آمدن لپاره هم ګټه لرلی شي.
د مارکوپولو غرڅې او ځايي بوټي کمېږي
د غونډې بله مهمه موضوع د بدخشان د وحشي ژوو او طبیعي بوټو وضعیت و. ګډونوالو وویل، د مارکوپولو غرڅو شمېر کم شوی او دغه وحشي ژوي له ځینو سیمو نورو ځایونو ته کډه شوي دي.
مارکوپولو غرڅه د بدخشان د لوړو غرنیو سیمو له پېژندل شویو وحشي ژوو څخه ده. ګډونوالو د دغو ژوو د استوګنځایونو ساتنه او د بېرویه ښکار مخنیوی مهم وباله. د کبانو بېرویه ښکار هم د یوې بلې چاپېریالي ستونزې په توګه یاد شو. د سیمې استازو وویل، د سیندونو او نورو طبیعي سرچینو بېنظمه استفاده د ځايي ژوو او طبیعي چاپېریال لپاره زیانونه رامنځته کولی شي.
د بدخشان د ځینو ځايي او طبي بوټو د کمېدو په اړه هم اندېښنه څرګنده شوه. ګډونوالو وویل، ځینې بوټي چې پخوا د ولایت په بېلابېلو سیمو کې موندل کېدل، اوس کم شوي او ځینې یې له منځه تللي دي. دوی د اقلیمي بدلون تر څنګ د انسانانو فعالیتونه او د طبیعي سرچینو زیات استعمال هم د هغو عواملو په توګه یاد کړل چې د سیمې پر طبیعي چاپېریال فشار زیاتوي.
له لرو پرتو سیمو تر فیضاباده د چاپېریال ستونزې
په بدخشان کې د یوناما استازي نوید ندرت وویل، د دوی د موندنو له مخې د ولایت ځینې سرحدي ولسوالۍ هم له چاپېریالي ستونزو سره مخ شوې دي. د هغه په وینا، دا هغه سیمې دي چې طبیعي چاپېریال یې د ګڼ مېشتو سیمو په پرتله تر ډېره خوندي پاتې شوی و، خو اوس هلته هم د چاپېریال د بدلون نښې لیدل کېږي.
په مقابل کې د ولایت په مرکز فیضاباد کې د نفوس زیاتوالی او د کثافاتو راټولېدل د چاپېریال لپاره بله ستونزه بلل شوې ده. د غونډې ګډونوالو د کثافاتو ناسم ځای پر ځای کېدل، د اوبو ککړتیا او د ښار پراخېدل د هغو ستونزو په توګه یاد کړل چې د خلکو پر ورځني ژوند هم اغېز کولی شي.
ډاکټر محفوظالله سلطاني وویل، د اوبو او هوا ککړتیا د انسانانو پر روغتیا اغېز کولی شي. هغه د څښاک د پاکو اوبو، سالمو خوراکي موادو او مناسبو ودانیو پر اهمیت ټینګار وکړ. هغه وویل، د اوبو د سرچینو ساتنه باید لومړیتوب ولري، ځکه د اوبو ککړتیا یوازې چاپېریالي ستونزه نه ده، بلکې د خلکو روغتیا هم ورسره تړلې ده.
په غونډه کې انجینر روحالله نادري د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون په اړه تخنیکي معلومات هم وړاندې کړل او د دولتي ادارو او خلکو ترمنځ یې د ګډ کار پر اړتیا خبرې وکړې. د غونډې د ګډونوالو د خبرو له مخې، په بدخشان کې چاپېریالي بدلون په بېلابېلو بڼو لیدل کېږي: په لوړو غرونو کې یخچالونه ویلې کېږي، په ځینو سیمو کې وحشي ژوي او بوټي کمېږي او په فیضاباد کې د نفوس او کثافاتو فشار زیاتېږي.
چارواکي او د سیمې استازي وايي، که د دغو ستونزو د مخنیوي لپاره منظم کار ونه شي، اغېزې یې په راتلونکو کلونو کې د اوبو، طبیعي سرچینو، وحشي ژوو او د خلکو پر ژوند نورې هم زیاتېدای شي.


شال نیوز