کندز : د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ،ملا عبدالغني برادر اخوند، د سپتمبر په ۱۷مه، د کندز ولایت په ابدان دښته کې د لس زره جریبه په مساحت د (عبدالرحمن بن سُمره) صنعتي پارک د بنسټ ډبره کېښوده. ملا عبدالغني برادر اخوند دغه صنعتي پارک د هېواد د اقتصادي ودې، صنعتي پراختیا او د پانګونې لپاره د زمینې برابرولو په برخه کې مهم ګام یاد کړ.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د ایجاد او د هیواد د صنعتي ودې لپاره په مختلفو ولایتونو کې د صنعتي پارکونو د جوړېدو لپاره ځمکې ځانګړې کړي، چې د عملي چارو د پېل په دوام یې نن په کندز کې پرانیسته کوو.
نوموړي وویل چې افغانستان د تولید، پروسس او بسته بندۍ لپاره ډېر مواد لري او په ځینو برخو کې د تولید کچه زیاته او د صادراتو زمینه یې برابره شوې ده. ملا عبدالغني برادر اخوند وویل “پر وارداتو د تکیې راکمېدو لپاره باید تولید پياوړی، بڼه یې معیاري او صنعتي فعالیتونه پراختیا ومومي.”
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو، سوداګرۍ او پانګونې لپاره مناسب فرصتونه رامنځته شوي او په خبره یې، اوس د پانګوالو او صنعتکارانو لپاره ښه فرصت دی، چې له دې فرصتونه ګټه واخلي او په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د هغه په وینا، په وروستیو کې د کورنیو پانګوالو ترڅنګ ګڼو بهرنیو پانګوالو هم په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې پيل کړې دي او اسلامي امارت ټولو پانګوالو ته امتیازات منلي او په ډېرو برخو کې یې اسانتیاوې ورته رامنځته کړې دي.
د کندز ولایت په دغه صنعتي پارک کې به د نساجي، درملو، خوراکي توکو، ساختماني موادو، اوسپنې او فولادو او نورو تولیدي برخو کې د پانګونې زمینه برابره شي. په دې صنعتي پارک کې جومات، اداري او سوداګریزې ساحې، روغتون، بانک، مدرسه او ښوونځی او نور اړین خدمات په پام کې نیول شوي دي.


شال نیوز