واڼا : د کوز سويلي وزیرستان په واڼا کې ایګریکلچر پارک د دې لپاره په درنو سرکاري لګښتونو جوړ شوی و چې د سیمې چلغوزې، مېوې، سبزیانې او زیتون همدلته پروسس، ذخیره او بسته بندي شي او بزګر خپل پیداوار په ښه بیه بازار ته ورسوي.
خو اوس پوښتنه دا ده چې پر دې پارک لګېدلې پیسې، ودانۍ او ماشینونه د سیمې بزګر ته څومره ګټه رسولې ده؟
ځايي خلک وايي، پارک د خپل اصلي مقصد لپاره نه کارېږي، ودانۍ او وسایل یې د خرابېدو په حال کې دي او هغه اقتصادي مرکز چې باید د واڼا د کرنې ملا یې تړلې وای، په عملي توګه بې اغېزې پاتې دی.
تر ټولو لوي زیان یې د سیمې بزګر او د چلغوزو کاروبار ته رسېږي.
سويلي وزیرستان د قیمتي چلغوزو له مهمو سیمو څخه دی، خو د ځايي کاروباریانو په وینا، د دې پیداوار د پروسس، درجه بندۍ او بسته بندۍ لویه برخه لا هم له سیمې بهر کېږي. چلغوزې له غرونو راټولېږي، خو د مال د ارزښت زیاتولو لوي کاروبار یې په راولپنډۍ، لاهور او نورو ښارونو کې کېږي.
په بله مانا، پیداوار د وزیرستان دی، خو د هغه د پروسس او کاروبار د ګټې یوه مهمه برخه له وزیرستانه بهر ځي.
.jpeg)
که د واڼا ایګریکلچر پارک د خپل مقصد مطابق فعال وای، چلغوزې به همدلته پاکېدل، درجه بندي کېدل او بسته بندي کېدل. سړې خونې به د مېوو او سبزیانو د خرابېدو مخه نیوله او بزګر به اړ نه و چې خپل پیداوار په بیړه او ټیټه بیه خرڅ کړي.
خو هغه سهولت چې د همدې ستونزې د حل لپاره جوړ شوی و، خپله اوس د پوښتنو لاندې دی.
ځايي خلکو شال نیوز ته ویلي دي چې د پارک ځینې قیمتي او درانه ماشینونه له خپلو ځایونو لرې شوي دي. د ځینو وسایلو د ورکېدو او د غلا کېدو خبرې هم کېږي.
شال نیوز تر اوسه دا خبرې په خپلواکه توګه نه دي تایید کړې، خو د سرکاري شتمنۍ په اړه د داسې پوښتنو موجودیت په خپله له اړوندو ادارو د روښانه ځواب غوښتنه کوي.
څومره ماشینونه اخیستل شوي وو؟
پر ماشینونو څومره سرکاري پیسې لګېدلې وې؟
اوس ټول ماشینونه چېرته دي؟
که کوم ماشین بل ځای ته انتقال شوی، چا، کله او د کوم اختیار له مخې انتقال کړی؟
او که کوم سامان ورک وي، تر اوسه یې د ذمه وارو کسانو خلاف څه اقدام شوی؟
دا هغه پوښتنې دي چې ځواب یې باید په سرکاري ریکارډ کي موجود وي.
د معلوماتو له مخې، پارک د ضلعې د کرنې محکمې ته سپارل شوی دی. که دا اداره اوس د دې سرکاري شتمنۍ ذمه واري لري، نو باید د پارک د ودانیو، ماشینونو، لګښتونو او اوسني حالت بشپړ ریکارډ خلکو ته وړاندې کړي.
یوازې د پارک بیا پرانیستل هم کافي نه دي.
د دې منصوبې تخنیکي، مالي او انتظامي پلټنه ضروري ده. باید معلومه شي چې د پارک پر جوړولو او ماشینونو ټولې څومره پیسې لګېدلې، کوم وسایل اخیستل شوي، څومره ترې موجود دي او ولې یوه په میلیونونو روپیو جوړه شوې کرنیزه منصوبه خپل اصلي مقصد ته ونه رسېده.
که کوم ماشین په قانوني توګه انتقال شوی وي، اسناد یې باید وړاندې شي. که ورک شوی وي، پلټنه دې وشي. او که د ادارو د بې غورۍ له امله قیمتي وسایل خراب شوي وي، د هغې ذمه واري هم باید معلومه شي.

د واڼا ایګریکلچر پارک یوازې یوه ودانۍ نه ده.
دا د هغو بزګرانو د امدن مسئله ده چې مېوې او سبزیانې یې د مناسبې ذخیرې د نشتوالي له امله خرابېږي؛ د هغو خلکو مسئله ده چې له غرونو چلغوزي راټولوي، خو د خپل پیداوار د اصلي کاروباري ارزښت لویه برخه نه شي ترلاسه کولای؛ او د هغو ځوانانو مسئله ده چې د همدې کرنیز کاروبار له لارې ورته کار پیدا کېدی شي.
د عامو خلکو په پیسو جوړې شوې منصوبې باید د افتتاح تر تختۍ پورې محدودې نه وي. که میلیونونه روپۍ ولګېږي، ماشینونه واخیستل شي، ودانۍ جوړې شي او بیا هم بزګر خپل خام مال له سیمې بهر لېږلو ته مجبور وي، نو حکومت باید روښانه کړي:
وانا ایګریکلچر پارک د بزګر لپاره جوړ شوی و، که یوازې د یوې بلې سرکاري منصوبې نوم و؟


ظفر وزير