کابل : د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مکې مکرمې ته څېرمه د ډرون د برید د هڅې په اړه اندېښنه ښودلې او د حرمینو شریفینو امنیت او حرمت ته هر ډول ګواښ یې «نه بښونکی جنایت» بللی دی.

 

د بهرنیو چارو وزارت ،د سپتمبر د ۱۷مې، په اعلامیه کي ویلي، حرمین شریفین د ټولې اسلامي نړۍ سپېڅلي او د درناوي وړ ځایونه دي او باید له جګړو، تاوتریخوالي او پوځي اقداماتو خوندي وساتل شي.

 

وزارت ویلي، حرمینو شریفینو ته هر ډول ګواښ د مسلمانانو احساسات راپاروي او په سیمه کي د لا زیاتې بې‌ ثباتۍ سبب کېدای شي.

 

دا غبرګون وروسته له هغې راغلی چې د سعودي عرب په مشرۍ پوځي ایتلاف وویل، د سعودي هوايي دفاع د سې شنبې په ماښام د مکې مکرمې جنوب ته یو ډرون تر هغه مخکې ویشتلی چې د مکې ممنوعه هوايي حدودو ته داخل شي.

 

سعودي چارواکو دغه ډرون د یمن له حوثي وسله والو سره تړلی، خو حوثیانو مکه مکرمه او نور سپېڅلي ځایونه په نښه کول رد کړي دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کي د برید ذمه واري په مشخص ډول پر کومې ډلې نه ده اچولې.