کابل : د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د دغه وزارت یو تخنیکي پلاوی د طوطي میدان د ګاز بلاک د تړون پر ستونزو د خبرو لپاره د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته تللی دی.
وزارت ،د سپتمبر په ۱۷مه، ویلي دي، چې افغان پلاوي په تاشکند کي د ازبکستان له اړوندو چارواکو او تخنیکي استازو سره څو ناستې کړې او د طوطي میدان د ګاز بلاک د تړون پر تخنیکي ستونزو او د هغو پر ممکنه حل یې خبرې کړې دي.
د وزارت په وینا، دواړو خواوو د ستونزو د حل لپاره پر عملي لارو بحث کړی او په ځینو برخو کي پرمختګ شوی، خو خبرې لا روانې دي. وزارت دا نه دي ویلي چې اصلي تخنیکي ستونزې څه دي او کومو برخو کي پرمختګ شوی دی.
افغان پلاوي په تاشکند کي د ازبکستان د کانونو وزارت د جیولوجۍ موزیم هم لیدلی او هلته ورته د دغه هېواد د ځمکپوهنې د څېړنو، کاني زېرمو او نمونو په اړه معلومات ورکړل شوي دي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، کابل او تاشکند غواړي د کانونو او طبیعي ګازو په برخه کي خپلې تخنیکي او اقتصادي همکارۍ پراخې کړي.


شال نیوز