کراچۍ : د خیبر پښتونخوا د بونیر ضلعې د کنګرګلۍ کلي اوسېدونکي ،روح الامین خان یوسفزی، وايي په سریلانکا کې د خپل راتلونکي نړیوال کیک باکسینګ سیالۍ ته د تګ لپاره مالي ملاتړ ته اړتیا لري.
روح الامین خان چې اوس په کراچۍ کې اوسېږي وايي په ملي کچه یې اووه د سرو زرو مډالونه او یو شمېر د سپینو زرو مډالونه ګټلي دي. نوموړی دعوه کوي چې د سند بلوچستان په لوبو کې ۱۷ ځله اتل شوی او د سند په کچه یې هم شاوخوا ۱۷ یا ۱۸ ځله اتلولي ترلاسه کړې ده.
د هغه په وینا دغه لاسته راوړنې یې له کومې حکومتي مرستې پرته د خپل شخصي لګښت او هڅو له لارې ترلاسه کړې دي. روح الامین خان وايي راتلونکې نړیواله سیالي یې په سریلانکا کې ده او هلته به د هند او اسراییلو له لوبغاړو سره سیالۍ وکړي.
هغه وايي د سفر او نورو لګښتونو لپاره یې تر اوسه سپانسر نه دی موندلی او له همدې امله یې له پاکستان او د سند له حکومتونو او شتمنو خلکو څخه د مالي مرستې غوښتنه کړې ده. روح الامین خان له خلکو هم غوښتي چې د هغه د مرستې غوښتنه له اړوندو چارواکو او احتمالي سپانسرانو سره شریکه کړي.


شال نیوز