پېښور : د پښتو، هندکو او اردو ډرامو مشهور اداکار، شاعر او لیکوال افتخار قیصر د ۲۰۱۷م کال د سپتمبر پر ۱۷مه په پېښور کې مړ شوی و او د سپتمبر پر ۱۷مه یې د مړینې نهه کاله پوره شول.

 

افتخار قیصر له څلوېښتو کلونو زیات د پاکستان ټلویزیون د پېښور مرکز له ډرامو سره تړلی پاتې شوی و. هغه په پښتو، هندکو او اردو کې سلګونه کردارونه کړي او د خپل ځانګړي انداز، طنزي خبرو او لهجه‌ دارو مکالمو له امله یې د خیبر پښتونخوا د ډرامې په تاریخ کې ځانګړی نوم پیدا کړی و.

 

د هغه د اداکارۍ ځانګړنه دا وه چې په خندا کې به یې جدي خبره کوله. د پېښور د کوڅو، حجرو، بازارونو او د عامو خلکو ژبه یې ډرامې ته راوړه. همدا وجه وه چې د هغه ډېر کردارونه یوازې د ټلویزیون تر پردې محدود پاتې نه شول، بلکې د خلکو په خبرو او یادونو کي هم ځای پر ځای شول.

 

افتخار قیصر یوازې اداکار نه و. هغه شعر او نثر هم لیکه او د سټېج او ټلویزیون له نړۍ سره یې اوږده اړیکه لرله. په هندکو ډرامه کي یې هم ځانګړی مقام درلود او د پېښور د هندکو ژبې او کلتور د استازیتوب له پېژندل شویو هنرمندانو څخه شمېرل کېده.

 

د پاکستان حکومت د هنر او اداکارۍ په برخه کي د هغه د خدمتونو په بدل کي هغه ته د صدارتي حسنِ کارکردګۍ جایزه هم ورکړې وه. افتخار قیصر د ژوند په وروستیو کي ناروغ و او د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر پر ۱۷مه په پېښور کي مړ شو.

 

نهه کاله وروسته هم د هغه ډرامې، کردارونه او هغه ځانګړی انداز د پېښور د ټلویزیوني ډرامې د یوې مهمې دورې یاد تازه کوي.