کابل : د افغانستان د فوټبال چمپینز لیګ په تازه سیالیو کي اریانا خوست توفان هرات ته دوه ـ صفر ماتې ورکړه، او عینو مېنه کندهار له خراسان فاریاب سره یو ـ یو مساوي شوه.
د اریانا خوست او توفان هرات ترمنځ د لوبې لومړۍ نیمایي بې ګوله پای ته ورسېده. دواړو لوبډلو د ګول وهلو هڅې وکړې، خو تر وقفې پورې هېڅ یوې لوبډلې د مقابل لوري دروازه خلاصه نه کړه.
په دویمه نیمایي کي اریانا خوست لوبه په خپل لاس کي واخیسته او دوه ځله یې د توفان هرات دروازه خلاصه کړه. توفان هرات د ګولونو د بېرته جبرانولو هڅه وکړه، خو بریالی نه شو او لوبه دوه ـ صفر د اریانا خوست په ګټه ختمه شوه.
په همدې ورځ عینو مېنه کندهار او خراسان فاریاب هم سره مخامخ شول. دواړو لوبډلو یو ـ یو ګول وکړ او لوبه مساوي پای ته ورسېده.
دا دواړه لوبې د سپټمبر پر ۱۶مه په کابل کي وشوې. د افغانستان چمپینز لیګ کي د هېواد د بېلابېلو ولایتونو لوبډلې برخه لري او د لیګ سیالۍ په کابل کي روانې دي.


شال نیوز