نوي ډیلي : د افغانستان او هند د کرکټ لوبډلې د درې شل اوریزو سیریز درېیمه او وروستۍ لوبه د سپتمبر پر ۱۷مه د نوي ډیلي په ارون جیټلي لوبغالي کې کوي.
هند لومړۍ دوه لوبې ګټلې او سیریز یې دوه ـ صفر خپل کړی دی، خو افغانستان به هڅه کوي چې وروستۍ لوبه وګټي او سیریز په بریا پای ته ورسوي.
د درېیمې لوبې لپاره د هند په لوبډله کي د بدلونونو امکان شته. هندي رسنۍ وايي، ځوان بېټر وېبهو سوریه ونشي ته د لوبېدو موقع ورکول کېدای شي. هغه د سیریز په لومړیو دوو لوبو کي د هند په یوولس کسیزه لوبډله کي نه و شامل شوی.
لوبه د هند پر وخت ماښام ۷:۳۰، د پاکستان پر وخت ماښام ۷ بجې او د افغانستان پر وخت ماښام ۶:۳۰ پیلېږي


شال نیوز