واشنګټن : د امریکا یو وفاقي عدالت ،د سپتمبر په ۱۶مه، افغان وګړي ،محمد شریف الله، ته د داعش خراسان د مادي ملاتړ لپاره د سازش په جرم د شلو کالو د قید سزا واوروله.
امریکايي څارنوالانو د محاکمې پر مهال ویلي وو چې شریف الله د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۲۶مه د کابل هوايي ډګر د ابي ګېټ له ځانمرګي برید مخکې د بریدګر لپاره د لارې څارنه کړې وه.
په هغه برید کې ۱۳ امریکايي پوځیان او شاوخوا ۱۷۰ افغانان وژل شوي وو. داعش خراسان د برید ذمه واري منلې وه.
خو عدالتي جرګې په یقيني توګه دا پرېکړه ونه شوه کړی چې شریف الله د کابل هوايي ډګر په برید کې د وژل شویو کسانو د مرګ نیغ په نیغه ذمه وار و. هغه د داعش خراسان د مادي ملاتړ لپاره د سازش په جرم مجرم پېژندل شوی و.
څارنوالانو ویلي چې شریف الله له داعش خراسان سره اړیکې لرلې او د دې ډلې په یو شمېر فعالیتونو کې یې مرسته کړې وه. د هغه مدافع وکیلانو بیا ویلي چې د کابل هوايي ډګر له برید سره د شریف الله د مستقیم تړاو لپاره کافي شواهد نه وو وړاندې شوي.
شریف الله په ۲۰۲۵م کال کې په پاکستان کې نیول شوی او وروسته امریکا ته سپارل شوی و. د ورجینیا د وفاقي عدالت قاضي ،انتوني ټرېنګا، هغه ته د شلو کالو د قید سزا واوروله. دا د هغه جرم لپاره تر ټولو لوړه سزا ده چې شریف الله پکې مجرم پېژندل شوی و.
د کابل هوايي ډګر برید د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۲۶مه، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په وروستیو ورځو کې شوی و. هغه مهال زرګونه افغانان د هېواد پرېښودو لپاره هوايي ډګر ته ورغلي وو.


شال نیوز