اسلام‌ اباد : د پاکستان ستر عدالت ،د سپتمبر په ۱۷مه، د بشري حقونو د وکیلانو ،ایمان زینب مزاري، او د هغې د مېړه ،وکیل هادي علي چټه، د ۱۷ کلونو د بند سزاګانې د اپیل تر پرېکړې پورې ځنډولې او د دواړو د خوشي کولو امر یې کړی دی

 

ستر عدالت دواړو ته ضمانت ورکړی او امر یې کړی چې د یو ـ یو لک روپیو ضمانتي مچلکو تر سپارلو وروسته دې خوشي کړل شي. ایمان مزاري او هادي علي چټه د جنورۍ پر ۲۴مه په ټولنیزو رسنیو د خپرو شویو پوسټونو په قضیه کې د الکترونیکي جرمونو د مخنیوي قانون له مخې په بېلابېلو تورونو مجموعاً په ۱۷ ـ ۱۷ کاله بند محکوم شوي وو.

 

دوي د سزا پر ضد اپیل کړی و او غوښتنه یې کړې وه چې د اپیل تر وروستۍ پرېکړې پورې دې سزا وځنډول شي. ستر عدالت تر دې وړاندې د اسلام‌ اباد هایکورټ ته ویلي وو چې د سزا د ځنډولو پر غوښتنو دې په دوو اوونیو کې پرېکړه وکړي، خو قضیه څو ځله وځنډېده.

 

ستر عدالت د پنجشنبې په اورېدنه کې د ټیټ عدالت د سزا د عملي کېدو حکم وځنډاوه او د دواړو د خوشي کولو امر یې وکړ. د ایمان مزاري او هادي علي چټه اصلي اپیلونه لا نه دي فیصله شوي؛ د ستر عدالت تازه حکم د هغوي محکومیت نه ختموي، بلکې د اپیل تر پرېکړې پورې د سزا عملي کېدل دروي.