اسلام اباد : د پاکستان هاکۍ فېډرېشن د اسیا هاکۍ فېډرېشن ته رسمي درخواست کړی چې د نارینوو د اسیا چیمپینز ټرافي، چې د اکتوبر له ۲۷مې د نومبر تر پنځمې په موهالي او جالندهر کې کېږي، له هنده یوه بې طرفه هېواد ته منتقل کړي.
پاکستان د هند او پاکستان ترمنځ روان تاوتریخوالی او د خپلو لوبغاړو امنیت د غوښتنې سبب بللی دی.
د پاکستان هاکۍ چارواکي وايي، که ټوله سیالي نه منتقلېږي نو لږ تر لږه د پاکستان لوبې دې په بې طرفه میدان کې وشي. د هاکي انډیا چارواکو دا غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې سیالۍ به په هند کې کېږي؛ که پاکستان ګډون ونه کړي، بنګله دېش یا عمان یې ځای نیولی شي.


شال نیوز