جاپان : د جاپان په ایچي ـ ناګویا کي د شلمو اسیايي لوبو د نارینهوو کرکټ سیالیو لپاره لس هېوادونه ټاکل شوي چې افغانستان هم پکي شامل دی.
په دغو سیالیو کي افغانستان، پاکستان، هند، سریلانکا، بنګلهدېش، نیپال، هانګ کانګ، عمان، جاپان او مالیزیا برخه اخلي. د نارینهوو کرکټ سیالۍ به د سپتمبر له ۲۴مې د اکتوبر تر درېیمې په شل اوریزه بڼه ترسره کېږي.
افغانستان، جاپان او نیپال په اې ګروپ کي دي. هانګ کانګ، مالیزیا او عمان په بي ګروپ کي ځای لري. هند، پاکستان، بنګلهدېش او سریلانکا بیا نېغ په نېغه کوارټر فاینل ته تللي دي. له دواړو لومړنیو ګروپونو به دوه ـ دوه غوره لوبډلې کوارټر فاینل ته وځي.
افغانستان خپله لومړۍ لوبه د سپتمبر پر ۲۴مه له کوربه جاپان سره کوي. د افغانستان د ۱۵ کسیزې لوبډلې کپتان دروېش رسولي دی؛ نجیبالله ځدراڼ او کریم جنت هم په لوبډله کي شامل دي.
د ښځو په کرکټ کي اته هېوادونه برخه اخلي او سیالۍ یې د سپتمبر له ۱۷مې تر ۲۲مې ترسره کېږي. ټولې لوبې په شل اوریزه بڼه دي.


شال نیوز