لکي مروت : د خیبر پښتونخوا د لکي مروت پولیس وايي، چې د برګي پولیس تاڼې په حدودو کې د سګۍ په سیمه کې د پولیسو او د پولیسو د امن کمېټۍ په ګډو عملیاتو کې څلور وسله وال وژل شوي دي.

 

د پولیسو په وینا، عملیات ،د سپتمبر  په ۱۶مه، وروسته له هغې پېل شول چې په سیمه کې د وسله والو د موجودیت په اړه معلومات ترلاسه شول. پولیس وايي، د عملیاتو پر مهال له وسله والو سره نښته وشوه چې په نتیجه کې څلور کسان ووژل شول.

 

تر اوسه د وژل شویو کسانو نومونه نه دي اعلان شوي او دا هم په کره توګه نه ده څرګنده شوې چې هغوي له کومې وسله والې ډلې سره تعلق درلود. د عملیاتو په اړه تر دې دمه د وسلو د ترلاسه کېدو جزییات او پولیسو یا د امن کمېټۍ ته د احتمالي مرګ‌ ژوبلې په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

 

دا عملیات په داسې وخت کې شوي چې په وروستیو میاشتو کې په لکي مروت کې د پولیسو، سي ټي ډي او د امن کمېټیو له خوا د وسله والو پر ضد یو شمېر عملیات شوي دي.

 

د روانې سپتمبر میاشتې په پېل کې هم پولیسو او سي ټي ډي په لکي مروت کې په یو ګډ عملیات کې د دوو وسله والو د وژلو خبر ورکړی و. د سپتمبر پر ۱۳مه هم پولیسو ویلي وو چې په ضلعه کې په دوو جلا نښتو کې څلور مطلوب کسان وژل شوي دي.

 

د بنو او لکي مروت د پولیسو له امن کمېټیو سره د اګست په وروستیو کې د شوي انتظام له مخې، دغه کمېټۍ په خپله عملیات نه شي کولی، خو د پولیسو او نورو قانون نافذوونکو ادارو تر قوماندې لاندې په عملیاتو کې مرسته کولی شي.

 

د سګۍ د عملیاتو، د څلورو کسانو د وژل کېدو او د هغوی د هویت په اړه د پولیسو معلومات تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.